''ځینې وخت چوپتیا له خبرو غوره وي''

ماهره خان
د عکس تشریح، ماهره خان وایي په نوي فلم کې یې پیاوړی رول لوبولی

پاکستانۍ ماډله او فلمي ستورې ماهره خان وایي د دې راتلونکی فلم (ورنه) پر داسې موضوع دی چې ډېر خلک خبرې نه پرې کوي.

دې په یوه مرکه کې ویلي، چې دا فلم په داسې موضوعاتو دی چې په ټولنه کې شته، خو څوک پرې خبرې نه کوي.

ماهره خان وایي (ورنه) فلم د داسې نجلۍ کیسه ده چې وېره نه پېژني او یو پیاوړی شخصیت لري، چې جنسي تېری پرې کېږي او دا د انصاف په لټه کې وي.

دا وایي چې د فلم بشپړېدو مخکې خورا وارخطا وه.

ماهره خان وايي:

''جنسي تېری اصلاً د هوس مړول نه بلکې د ځواک ښکارول وي، نارینه غواړي خپل ځواک وښي او ووایي چې زه پیاوړی یم، څه چې کولی شې ویې کړه. ''

ماهره خان وايي، د فلم ستورې پخپله د پیاوړي شخصیت څښتنه ده. دا غوسه ناکه ده، خو په سترګو کې یې وېره نه شته. دا وایي چې له دوو اوونیو وروسته ما احساس کاوه چې زه دا نجلۍ یم.

ماهره خان

د عکس سرچینه، ANWAR AMRO

د عکس تشریح، چوپتیا له خبرو ډېر ستونزمن وي

په دې وروستیو کې له هندي ستوري رنبیر کپور سره د دې په انځورونو خلکو ډول ډول تبصرې کړې وې.

ماهره خان وایي چې زړه یې غوښتل د خلکو د خبرو ځواب ورکړي، خو ''ځینې وختونه په چوپتیا کې ډېر ځواک وي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې ستاسو خبرې بې اغیزې وي. ''

دا وایي، که ما څه ویلي وای خلکو به یې له ځینو برخو ناسم تعبیر را اخیستی و، ځکه خو مې پرېکړه وکړه چې په دې هکله خبرې بې اغېزې دي او بله دا چې هغه مهال زه نه پوهېدم چې څه ووایم.

ماهره خان وایي، دې په دا وروستیو کې ویلي و، چې دا غوره انسان نه ده، هېڅوک بشپړ نه دي، خو دا به هڅه وکړي چې یوه غوره بېلګه واوسي، ځکه د دې پر اوږو لوی مسوولیت پروت دی.

ماهره خان د ډرامو او پخوانیو فلمونو په هکله ویلي، چې ځینې وخت کرېکټر او رول د یوې ښځې وي، ښځه ژاړي، دا په دې معنی نه ده چې دا کمزورې ده، انسان ژاړي، خاندي او ډېر څه کوي.

په هند کې د کار مناسب وخت نه دی

په هند کې په فلم کې د کار تجربه ورته په زړه پورې وه، په ځانګړي ډول له شاه رخ خان سره په فلم کې لوبېدل. ماهره خان وایي 'رییس ' فلم د دوو کلونو په اوږدو کې جوړ شو. دا وايي 'په پیل کې ستونزه نه وه، کله نا کله به کور رایادېدو. '

دا غواړي د هند او پاکستان تر منځ په کلتوري کچه مخالفت نه وي او وایي ''هنر پولې نه لري، دا خلک سره نږدې کوي، په هند او پاکستان کې ژبه موږ سره نښلوي، خو موږ دا هر څه محدود کړي. ''

دا زیاتوي چې اوسمهال داسې وخت نه دی چې دا هند ته لاړه شي او کار وکړي.

ماهره خان

دا چې رییس فلم په پاکستان کې نندارې ته وړاندې نه شو، دا پرې خپه ده، دا وایي ''دا زما هیله وه چې رییس فلم په پاکستان کې نندارې ته وړاندې شي او زه یې له خلکو سره یو ځای ووینم. ''

دا وایي چې په هند کې په فلمونو کې لوبېدل یې د پاکستان لپاره کړي.