په هند کې د 'پوشر' جنايي فلم د مسلمانانو غصې راوپارولې

- Author, خوشحال تایب
- دنده, له لندنه
یو برتانوي او اسیايي فلم چې په هند کې یې بحثونه راپارولي، په روانه اوونۍ کې لومړی ځل په برتانیا کې نندارې ته وړاندې شو.
د پوشر فلم چې د یوه ډنمارکي فلم له مخې نوی جوړ شوی، یو جنايي فلم دی چې بېلابېلې صحنې یې لیدونکي بوخت ساتي.
خو دغه فلم په ممبي کې د مذهبي مسلمانانو د ناخوښۍ لامل ګرځېدلی، او وايي چې د فلم جوړونکی اسد راجا په هند کې د مسلمانانو د شرمولو لامل ګرځېدلی.
د <link type="page"><caption> پوشر </caption><url href="http://www.bbc.co.uk/shropshire/content/articles/2008/04/04/bollywood_preview_pusher_feature.shtml" platform="highweb"/></link>فلم ، اصلي موخه د هغو کسانو په اړه دی چې د غدیو او بې لارو ډلو ټپلو له فلمونو خوند اخلي.

ددغه فلم په کیسه کې د یو اسیايي الاصله برتانوي ژوند انځور شوی چې په لندن کې د مخدره موادو په راکړه وکړه بوخت دی.
ددغه فلم د اتل یعنې سلیم رول اسد راجا لوبولی چې دا کیسه یې لیکلې او د فلم جوړوونکی هم دی.
د بي بي سي خبریال ترې پوښتلي چې ددغه فلم د جوړولو فکر څنګه هغه ته پیدا شو.
دی وايي زه ددغه فلم له دنمارکۍ بڼې سره مخ شوم، خوښ مې شو او له ځان سره مې وویل ولې زه هم هغه څه چې غواړم ترسره یې نه کړم، تاسې په دغه فلم کې داسې لوبغاړي وینی چې په تیاره کې لارښونه ورته کیږي او تاسې به په دغه فلم کې سختې او نېښ داره خبرې واوری.
دغه فلم چې په هندي ژبه جوړ شوی د کریکیټ په لوبو کې درغلی هم پکې ښوول کیږي.

په دغه فلم کې د کریکټ په لوبو کې د درغلیو په اړه هم دیالوګ شته، چې مخکې تر دې د خندا وړ خبره نه وه، خو دغه دیالوګ ټول خندوي، ځکه په مناسب ځای کې کارول شوی دی.
خو دغه فلم په هند کې یو لړ غبرګونونه راپارولي دي، په مومبي کې مذهبي مشران وايي د پوشر فلم له اسلام زده کړو سره په ټکر دی.
په مومبي کې د ابوحنیفه جومات په یوه بیانیه کې ویلي دغه راز فلمونه د مسلمانانو د اخلاقو بنسټ خرابوي.
په دغه فلم کې جنسي اړیکې، مخدره مواد ، قمار او تاوتریخوالی له اسلامي زده کړو سره په ټکر کې دي او راتلونکو نسلونو ته زیان رسوي.

اوس داسې غوښتنه هم شوې چې پر دغه فلم په ټول هند کې بندیز ولګول شي.
د هندي فلمونو ستورې مهیما چوهدري په دغه فلم کې د انیتا رول لوبولی دی.
تل یو شمېر کسان شته چې په فلمونو کې له ځینو برخو سره مخالفت ښيي، ځینې وخت همو غواړي چې هغوی لومړني کسان واوسي او نیوکې پیلوي، نو اوس دا په مسوؤلینو پورې اړه لري چې څه تصمیم نیسي چې دا فلم د خپرېدو لپاره مناسب دی که نه.








