"د مخالفتونو پروا نه لرم او د کنسرت پیسې د میرزااولنګ کورنیو ته ورکوم"

د ویډیو تشریح، اریانا سعید وايي، یوازې زما شتون لامل نه دی. آن کله چې خلک غواړي د نوي کال او روز جشن ولمانځي له مخالفت سره مخامخ کېږي.

افغان سندرغاړې اریانا سعید بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې وویل چې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ د ترسره کېدونکي کنسرت عاید به سرپل ولایت کې د میرزااولنګ اړمنو کورنیو ته ورکړي.

ټاکل شوې ده د اریانا سعید کنسرت د شنبې پر ورځ په کابل کې کلکو امنیتي تدبیرونو سره ترسره شي.

خو له څو ورځو راهیسې پر ټولنیزو شبکو د یو شمېر کاروونکو له خوا د اریاناسعید د کنسرت پر وړاندې د مخالفت کمپاین روان دی.

په داسې حال کې چې وروستیو کې په کابل ښار کې یو شمېر چاودنو خلک اندېښمن کړي، اریانا سعید هم وايي، پوهېږي چې د دې د کنسرت د امنیت ټینګول به د امنیتي ځواکونو لپاره یوه لویه ننګونه وي.

د ویډیو تشریح، افغان سندرغاړې اریانا سعید هغو کالیو ته اور ورته کړ چې د یوه کنسرت پر مهال یې د اغوست وله کبله پرې نیوکې کړې وې.

اریاناسعید یوه له بحث پاروونکو افغان ښځینه سندرغاړو ده چې د مینه والو ترڅنګ، ګڼ مخالفین هم لري.

وروستی ځل چې مېرمن سعید تر کلکو نیوکو لاندې راغله، په پاریس کې یوه کنسرت کې وه چې کالیو یې پر ټولنیزو شبکو ګڼ د دې ضد غبرګونونه راوپارل.

آریانا
د عکس تشریح، آریانا سعید په وروستۍ یوې لسیزې کې شهرت ته ورسېده.

اریانا سعید بیا سره له دې چې د خپلو کالیو له غوراوي یې دفاع وکړله خو وروسته یې بیا همدغه کالي وسېځل او ویډیو یې پر ټولنیزو شبکو خپره کړه.

اوس هم مېرمن سعید وايي له کنسرت وروسته به له منفي غبرګونو سره مخامخه شي خو د دې په وینا "په قصه کې یې نه ده".

اریاناسعید برتانیا مېشتې افغان سندرغاړې ده چې په تېرې یوې لسیزې کې يې د موسیقۍ په نړۍ کې د ګڼو خلکو پام ځان ته ور اړولی دی او کله نا کله په افغانستان کې د خصوصي ټلویزیونو په سندریزو خپرونو کې برخه اخلي.