"د ګاونډیو هېوادونو په مرسته هرات کې لرغوني قبرونه ویجاړېږي"

- Author, محمد قاضي زاده
- دنده, بي بي سي
په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد صدیق میر د ټولو هغو لرغونو ډبر دړو( ډبرینو لوحو) د عکاسۍ کار پیل کړی چی په زیارتونو کې د مشهورو تاریخي او کلتوري څېرو پر قبرونو پرتې دي او سختې زیانمنې شوې دي.
ښاغلی میر وایي، د تاریخي قبرونو په لسګونو داسې ډبرې(لخڅې) یې موندلې چی ناپیژندل شوو کسانو په لوی لاس د بهرنیانو په هڅونه ماتې کړې دي.
ښاغلی میر د مدني ټولنې فعال او اماتور عکاس دی.
نوموړی وایي، سره له دې چی غواړي د ټولو لرغونو او ډبر دړو عکسونه واخلي خو تمرکز یې پر هغو ډبرو دی چی په لوی لاس د تاریخي څېرو د هویت د ور کولو لپاره ماتې شوې دي.
"هغه ډبرې چی مایې عکاسي کړې داسې ډبرې دي چې په لوی لاس او قصدا توږل شوې او ماتې شوې دي. له لرې واضح ښکارېږي چې په لوی لوس پر ډبرینه لوحه هغه لیکنې توږل شوې چې د قبر او د متوفي هویت پکې لیکل شوی و. زه یقین لرم چې دا له بهرنۍ مرستې پرته امکان نه لري. په کور د ننه هم ځینې کسان له بهرنیانو سره مرسته کوي".
د محمد صدیق میر ستایل

د هرات یو شمېر کلتورپال ځوانان سره له دې چې د پاتې لرغونو توکو د عکسونو اخیستل او خپرول اړین بولي خو د بنسټیزو اقداماتو غوښتنه هم کوي.
د هرات یو کلتور پال ځوان فاروق رسولي وایي، دا د محمد صدیق میر وطنپاله او کلتورپالنه ښیي خو دا هڅې بس نه دي:
"دی به یو څو انځورونه واخلي او دولت ته به یې وښیي. خو دولت یې په خپله ویني چې دا ډبرې ماتېږي. دولت باید هرې لرغونې سیمې ته لږ تر لږه یو ساتونکی وټاکي.
موږ په هرات کې اوه یا اته سوه لرغونې سیمې لرو خو اوه یا اته سیمې ښایی یو ساتونکي ولري".
د هرات د اطلاعاتو او کلتور اداره هم اندیښمنه ده.
د دغې ادارې مرستیال جاوید ضرغام سره له دې چې د کوم هېواد نوم نه اخلي خو وایي ځینې ګاونډي هیوادونه دلته یو شمیر کسان هڅوي چې دا کلتوري شتمني زیانمنه کړي او یا دا ډول ډبرې بهر ته ولېږدوي.
ګاونډیان ولې تاریخي قبرونه ورانوي

د هغه په خبره، دا هڅې ځکه کېږي چې دا ډول ډبرې موزیمي ارزښت لري او بل دا چې د سیمې ځینې هېوادونه غواړي دا ډبرې خپل هېواد ته ولیږدوي او بیا ادعا وکړي چې قبر یې هم د دوی په هېواد کې دی.
نوموړی د ښاغلي میر اقدام د ستاینې وړ بولي او د دې هڅو د پراختیا غوښتنه کوي:
جاوېد ضرغام زیاتوي، پر ۲۰۱۳ کال اغا خان کلتوري بنسټ د اطلاعاتو او کلتور ادارې په مرسته یو داسې کتاب چاپ کړ چې د هرات د ګازرګاه زیارت د ټولو ډبرینو لوحو عکسونه او نقشونه پکې ثبت شول.
د ښاغلي زرغام په خبره،"خو دا د یوه زیارت لپاره و. د ښاغلي محمد صدیق میر کار د ستاینې وړ دی. موږ به هم هر ډول مرستې ته چمتو یو. هیله مو دا ده چې د ده له خوا اخیستل شوي ټول عکسونه هم د کتاب په بڼه چاپ شي".
د هغو لرغونو ډبرو او لوحو عکاسي چې تراوسه په زیارتونو کې پرتې دي ځکه اهمیت لري چې که نورې هم زیانمنې یا ورکې شي د دې عکسونو په مټ به یې د پيدا کولو او بیا رغونې لپاره مرسته وکړي.
په هرات کې شاوخوا اوه سوه لرغونې سیمې او ودانۍ ثبت شوې خو په دولتي تشکیل کې یوازې یوه وداني (اختیارالدین کلا) ساتونکي لري.









