جګړې بېل کړی ۱۰۲ کلن بوډا د واده ۸۰مه کلیزه لمانځي

د عکس سرچینه، Peter Rhys Williams
په بریتانیا کې ۱۰۲ کلن بوډا کین هاریس له خپلې ۹۹ کلنې مېرمنې مارګریت سره د دوی د واده ۸۰مه کلیزه لمانځلې ده. دوی په لومړي ځل له دویمې نړیوالې جګړې وروسته سره بېل شوي وو.
دواړو په ۱۹۳۷ کال واده وکړ او د بریتانیا پاویز کې د بوډاګانو پالنځي کې بېرته سره یوځای شول.
هاریس وېرېده چې روغتون ته یې د مېرمنې تر وړل کېدا وروسته ښايي بیا په ژوند ونه ویني.
د مارګریت د ګونډې هډوکی مات شوی و.
د هاریس ۷۵ کلنې نږور بټ هاریس ویلي: "دواړو د جګړې له کبله د بېلتون پرمهال د یو او بل لاسونه نیولي وو".

د عکس سرچینه، Peter Rhys Williams
هاریس لاهم د خپل د واده انځور په ذهن کې لري. ده په برما کې د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال خدمت کړی.
نوموړی په اول کې قصاب و. دی وروسته تر هغه روغتون ته یووړل شو چې پښه یې ماته شوه. د نوموړي پښه د واده د ۸۰مې کلیزې له لمانځلو شپږ اونۍ وروسته ماته شوه او روغتون ته د لېږدول کېدا پرمهال یې انګیرله چې ښاييله خپلې مېرمنې سره بیا په ژوند ونه ګوري.
ده روغتون کې یوه میاشت تېره کړه خو وروسته په هماغه پالنځي کې خونه ورکړل شوه چې ښځه یې پکې ساتل کېده.
بټهاریس وايي: "کین جګړې ته ولاړ او مارګریت کور کې پاتې شوه خو د ډاکټر د سکرترې په توګه یې کار کاوه".

د عکس سرچینه، Peter Rhys Williams
دا زیاتوي: "کله چې کین روغتون ته یووړل شو، داسې ګومان یې نه کاوه چې بیا به له مارګریت سره په ژوندانه وویني. خو له نېکه مرغه په هماغه پالنځي کې خونه ورکړل شوه چې مارګریت پکې ساتل کېده".
دا وايي:"رښتیا هم د دواړو د بېرته یوځای کېدا ټینګه مبارزه کېده. کین خپل ژوند هېواد ته وقف کړی و، دی له خپلې ښځې سره د یوځای کېدا مستحق دی."
بټزیاتوي: "داوړه له یوبل سره بې شانه مینه لري. موږ د دوی د واده د اتیایمې لسیزې پر لمانځلو ویاړو."








