تر ټولو د ډېر عمر بوډۍ خپله ۱۱۶ کلیزه لمانځي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د جاپان اوساکا ښار کې د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر مېرمنې په تېرې چارشنبې خپله ۱۱۶ کلیزه ولمانځله.
میساو اوکاوا ته د اوساکا ښاروال تاکیهیرو اوګورا هم ورغلی و.
د زوکړې په دې خاص محفل کې ښاروال هغې ته د ګلانو ګېډۍ ورکړه.
میساوا اوکاوا د یوه خبریال پوښتنې ته د هغې د زوکړې د ورځې په اړه په ځواب کې وویل ''دا ډېر اوږد وخت دی''.
د بوډاګانو د پالنې مرکز میساو ته یو ځانګړی کېک جوړ کړی و، چې ۱۱۶ شمېره هم په کې لیکل شوې وه.
د دغه مرکز یوه کارکوونکي وویل: ''میساوا روغه ده، بلکې وزن یې هم په ډېرېدو دی''.
''هغه سوچي خوري، همدا یې غوره خواړه دي، همداشان د غوایه غوښه یې هم خوښېږي، اش هم خوړلی شي''.
هغه وايي چې د اوږده عمر راز په خوندورو خوړو او هوساینه کې نغښتی دی.
اوکاوا تېر کال د ګینیس له خوا په نړۍ کې تر ټولو د ډېر عمر لرونکي انسان یو منښتلیک هم ترلاسه کړ.
هغه د ۱۸۹۸ کال د مارچ پر پنځمه زیږېدلی، او په ۱۹۱۹ کال یې واده کړی دی.
درې اولاده، څلور لمسیان او شپږ کړوسیان لري.
د جاپان څلورمه برخه وګړي، چې شمېر یې ۱۲۸ میلیون ته رسېږي، تر ۶۵ د ډېر کلونو عمرونه لري.








