د نړۍ تر ټولو زوړ بوډا د ۱۱۶ کلونو په عمر ومړ

د جاپان چارواکي وايي، د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر سړی د چارشنبې په ورځ د جاپان په لوېديځ کې د ۱۱۶ کلونو په عمر مړ شو.
په یوې حکومتي خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي چې "د نړۍ تر ګردو سپین ږیری جیرویمون کیمور د کیوتانګو ولایت و، چې چې د کیوتا ښار کیوتانګو روغتون کې ومړ".
کیمور د ګینیس د نړیوالو ریکارډونو کتاب کې تېر دسمبر د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر سړی ثبت شوی و.
کیمور اووه زامن، ۱۴ لمسیان، ۲۵ کړوسیان او ۱۳ کودیان لري.
کیمورا د ۱۸۹۶ کال اپریل کې زیږېدلی و.
نوموړي د سیمه ییز پوست دفتر کې ټیک ۳۸ کاله کار کړی.
تر تقاعد اخیستو وروسته یې کروندې ته مخه کړې او تر ۹۰ کلنۍ پورې یې بزګري کړې ده.
کیمور د خپل ژوند د ۱۱۵ کلیزې په جشن کې ویلي وو"نه پوهېږي، چې دومره ډېر کلونه څرنګه ژوندی پاتې شوی. شاید د لمر برکت وي، زه تل اسمان ته ګورم".








