د مایکل جکسن د کورنۍ له شکایت وروسته سکای خپل پروګرام وځنډاوه

د عکس سرچینه، Sky Arts
سکای ارټس وایي، د مایکل جکسن د لور له شکایت وروسته به د نوموړي په هکله تلوېزوني پروګرام نه خپروي.
اتلس کلنې پاریس جکسن ویلي د پلار په هکله دا پروګرام یې د دغه وتلي ستوري له شخصیت نه باورېدونکی سرغړاوی دی.
هغې په ټوېټ کې لیکلي: "ډېره خوابدې یم، باوري یم چې نور ډېر کسان هم زما په څېر دي، که رښتیا ووایم کانګې راځي..."
د مایکل جکسن له شلو زرو ډېرو پلویانو د لیک په لاسیکولو سره هم د دي فېلم تحریمولو غوښتنه کړې ده.
جوزف فاینز چې د شکسپیر، مینې او الیزابت په څېر فېلمونو کې د کار مخینه لري په دغه فېلم کې یې د مایکل جکسن رول لوبولی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
ټاکلې وه سکای هنرونه د ښاري کیسو په نوم دا لړۍ خپره کړي، خو د جمعې په ورځ یې وویل، ځکه یې ډډه وکړه چې پاریس جکسن اندېښنه ښودلې ده.
دې خپرندویه ادارې ویلي، هیڅ کله یې هم د سپکاوي نیت نه درلود.
"د مایکل جګسن کورنۍ د ناڅاپي اندېښنې له امله موږ پرېکړه کړې چې سکاي ارټس د ښاري کیسو د لړۍ له برخو د الیزابېت، مایکل او مارلون نیم ساعته برخه خپره نه کړو".
ښاري کیسې کمېډي ټولګه ده چې په سکای شبکه کې جوړه شوې او په یوه برخه کې یې مایکل جکسن له الیزابت تیلور او مارلون برانډو سره د ۱۱ سپټمبر له بریدونو وروسته له نیویارک څخه لاس انجلس ته ځي.
د مایکل جکسن رول لوبوونکي جوزف فاینز ویلي، کله یې چې تېر کال واورېدل د دغه ستر هنرمن رول ور کړل شوی، نو حیران شو.

د عکس سرچینه، SKY ARTS
د پنجشنبې په ورځ د جکسن لور پاریس جکسن وویل، کله یې چې د فېلم د دې برخې ټرېلر ولید نو غوښتل یې کانګې وکړي.
هغې د خپل پلار مایکل جکسن رول لپاره د سپین پوستي لوبغاړي ټاکل ناسم بللي او ویلي یې دي نه یواځې د پلار بلکې د خپلې مور لپاره یې هم سپکاوی دی.
د دې فېلم په ټرېلر کې د مایکل جکسن د پوټکي ناروغۍ ته هم اشارې شوې، خو لیکوال یې جولي رودریګز وايي، چې دا چا ته سپکاوي نه دی بلکې مسلکي کار دی.








