د مایکل جېکسن جاکټ په ۱.۸ میلیون ډالرو وپلورل شو

د عکس سرچینه، AP
د پاپ موسیقۍ د مشهور امریکايي سندرغاړي مایکل جېکسن جاکټ د امریکا کلیفورنیا ایالت په لوس انجلېس کې د مزایدې پرمهال په ۱.۸ میلیون امریکايي ډالرو وپلورل شو .
په بیفرلي هېلز کې د مزایدې دفتر ''جولیان'' چې د مزایدې چارې یې چمتو کړې وې، د مایکل جېکسن دغه تور او سور رنګ لرونکی جاکټ مزایدې ته وړاندې کړ .
که څه هم جولیان تمه لرله، چې دا جاکټ په په ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو وپلورل شي، خو خبره یې له تمې واوښته .
مایکل جېکسن دغه جاکټ د خپلې مشهورې "تريلير" (THRILLER) د ویلو پرمهال اغوستی و، چې پر لستوڼي یې ''د مایکل جېکسن مینه'' توری لیکل شوی و .
ددغه جاکټ پر یوه بله برخه د کالیو د مشهورو ډیزاینرانو دینیس تومکینز او مایکل بوش لپاره د ډالۍ توري ليکل شوي .
د مزایدې چمتو کوونکو دا په شلمه پېړۍ کې تر ټولو مشهور جاکټ وباله .
د ویلو ده چې ''تریلیر'' سندره د جېکسن له خوا د ۱۹۸۲ کال په سندريز البوم کې راڅرګنده شوه چې د نړۍ په ګوټ – ګوټ کې یې ۱۱۰ میلیون نسخې خپرې شوې .
مایکل جېکسن په وروستیو کې د خپلو هنري کارونو پرمهال چرمي جاکټونه اغوستل، چې د تېرې پېړۍ په ۸۰ او ۹۰مو لسیزو کې ځوانانو دغه موډ ته مخه کړه .
د مزایدې چمتو کوونکو د جېکسن نور شخصي توکي هم مزایدې ته وړاندې کړي دي .
د مایکل جېکسن دغه جاکټ د تېرې شنبې پر ورځ د هغه د ینې د دویم کلیز تر لمانځلو وروسته د هغه د مینه والو له خوا مزایدې ته وړاندې شو .
مایکل جېکسن په ۲۰۰۹ کې تر ۵۰ کلن عمر د ډېرو بې هوښه کوونکو تر کارولو وروسته ومړ .








