تیمور؛ د کرینا کپور او سیف علي خان د زوی نوم بحثونه پارولي

د عکس سرچینه، AFP
څه ستونزه لري که پلار او مور غواړي پر خپل نوي زېږېدلي ماشوم تیمور نوم کېږدي چې د ۱۴مې پېړۍ د تیمور ګورګاني له نوم نه یې الهام اخیستی، هغه څوک چې په ګوډ تیمور مشهور او د ګورګاني کورنۍ د پاچاهۍ بنسټګر دی؟
ظاهرا د نیوکې ځای لري. د ټویټر ډېر شمېر کاروونکو د بالیووډ سینما پر وتلو هنرمندانو کرینا کپور او سیف علي خان له دې امله نیوکه کړې چې پر خپل زوی یې تیمور نوم اېښی دی.
کرینا کپور هندوه ده او سیف علي خان مسلمان دی. هند کې د هندو او مسلمان ترمنځ واده څه حیرانوونکې خبره نه ده، د هند په سینما کې ډېر داسې شوي دي.
سیف علي خان او د هغې مېرمنه کرینا کپور پر خپل زوی چې د دسمبر په ۲۰مه زېږېدلی تیمور نوم اېښی. ظاهرا سیف علي خان د تاریخ مطالعې سره ډېره لېوالتیا لري او له همدې امله یې د خپل درېیم ماشوم نوم تیمور اېښی دی.
جنجال پرڅه دی؟
ډېر کسان په دې باور دي چې ګوډ تیمور د خپلو جګړو په لړ کې زرګونه هندوان وژلي او هند یې لوټلی دی.
خو د بالیووډ د دغې جوړې پلویان وایي؛ تیمور یوازې یو نوم دی او د اوسپنې په معنا دی.
سیف علي خان پټوډي، د هند د کرکټ پخواني کپتان منصور علي خان پټوډي او د هند سینما د مشهورې ستورې شرمیلا تاګور زوی دی.
پټوډي د پلازمېڼې ډیلي په څنډه کې کوچنی ښارګوټی دی چې په ۱۹مه پېړۍ کې د بریتانوي هند حکمرانانو لخوا فیض تلاب خان ته چې قومي جرړې یې پښتنو ته رسېږي، انګریزانو ته خدمتونو په بدل کې د ډالۍ په توګه ورکړل شو. سیف علي خان پټوډي د هماغه پټوډي له نسله دی.
د سیف علي خان ښځه کرینا کپور د بالیووډ د یوې نوموتې کورنۍ د راج کپور لمسۍ ده. د هغې پلار رندهیر کپور او مور یې ببیتا شرما په اویایمه او اتیایمه لسیزه کې د هند سینما ستوري وو.

سیف علي او کرینا کپور تر ۵ کلنې ملګرتیا وروسته په ۲۰۱۲ کال کې سره واده وکړ.
سیف علي خان وړاندې د بالیووډ له یوې هنرمندې نمرستا سنګ سره واده کړی و او له هغې د ابراهیم او سارا په نوم دوه اولادونه لري.
په تېرو درېیو ورځو کې په ټویټر کې ډېرو کارکوونکو د تیمور هشټګ سره د بالیووډ د دغې جوړې د زوی نوم پر سر بحث روان کړی.

د عکس سرچینه، Santosh Misra
دغه کاروونکي لیکلي: "یا سیف د تاریخ په اړه معلومات نه لري یا هم تیمور د هغه د خوښې وړ شخصیت دی. هغه څوک چې هند یې لوټ کړ او هندوان یې قتل عام کړل."

د عکس سرچینه، Murali Krishnan
د ټویټر دغه کاروونکي لیکلي: "کوم هند؟ تیمور هغه سیمې ولوټلې او قتل عام یې وکړ چې هغه مهال د ډیلي سلطنت تر ادارې لاندې وې، د اوسني هند څلور یا پنځه ایالتونه پکې راځي."

د عکس سرچینه، SR says
بل کاروونکي لیکلي: "د اورنګزېب، نادرشاه او تر ټولو بد تیمور پرته د هر بل مسلمان نوم د نیوکې نه و."
دا په داسې حال کې ده چې د هند ځینو سیاستوالو او د بالیووډ هنرمندانو د اولاد نوم اېښودل د هغه د مور او پلار شخصي موضوع بللې ده.

د عکس سرچینه، Omar Abdullah
د هند یوې مشهورې سیاسي څېرې عمر عبدالله لیکلي: "یواځیني کسان چې پر ماشوم د نوم اېښودو حق لري مور او پلار دي او هغه څوک چې دوی ترې وغواړي. ولې باید د نورو نظرونه مهم وي."

د عکس سرچینه، Rishi Kapoor
د کرینا کپور تره او د ۸۰مې میلادي لسیزې مشهور هنرمند ریشي کپور لیکلي: "ولې خلک دومره اندېښمن دي چې مور او پلار خپل ماشوم ته څه نوم غوره کړی؟ تاسو خپل کار وکړئ. ستاسو یې څه. د مور او پلار خوښه ده."








