
په ممبۍ او ډیلي دواړو ښارونو کې به د واده مراسم ترسره شي.
د هندوستان د مشهورو فلمي لوبغاړو سیف علي خان او کرینه کپور د واده لپاره مراسم پیل شوي دي. په دې مراسمو کې د هندوستاني فلمونو مشهور لوبغاړي ګډون کوي.
د یکشنبې په شپه په دې لړ کې د موسیقي مراسم د ممبۍ په باندره سیمه کې د کرینه کپور په کور کې تر سره شول.
په هغو تصویرونو کې چې د دې مراسمو په بهیر کې اخيستل شوي وو، معلومیږي، چې د فلمي ستوریو یوه میله وه.
په رپوټونو کې ویل شوي دي، چې د واده مراسم به نن( سې شنبه د اکتوبر۱۶ )تر سره شي. ویل کیږي، چې دغه مراسم له رسنیو پټ ساتل کیږي.
د واده د مراسمو لپاره د سیف علي خان خوېندې صحا علی او سبا علی خان د چارو په سمبالښت لګیا دي.
ویل کیږي، چې په ممبۍ او ډیلي دواړو ښارونو کې به دغه مراسم تر سره شي.
لومړی به په ممبۍ کې دغه مراسم تر سره شي او له هغه وروسته به ډیلي ته څېرمه په پټودي سیمه کې د خوښۍ مراسم تر سره شي.
پټودی د سیف علي خان د پلارګنۍ سیمه ده.
"له امرتا سنګ نه سیف علي خان یوه لور او یو زوی لري. د موسیقي په مراسمو کې د سیف علي خان د خویندو تر څنګ د هغه لور ساره علي خان هم موجوده وه."
د سیف علي خان پلار د دې سیمي نواب و، چې اوس يې هم په هغه سیمه کې د کور لویه ودانۍ د پنځه ستوریز هوټل په توګه مشهوره ده.
په رپوټونو کې ویل شوي، چې د سیف علي خان مور شرمیلا ټیګور د واده په مراسمو کې د ګډون لپاره د هندوستان ولسمشر پرنب مکرجي ته هم بلنلیک استولی دی.
د کرینه کپور لپاره د واده کالي منېش ملهوترا ډیزاین کړي دي.
دغه د سیف علي خان دوهم واده دی. نوموړي له دې مخکې له فلمي لوبغاړې امرتا سنګ سره واده کړی، چې څو کاله مخکې په طلاق سره بیل شول.
له امرتا سنګ نه سیف علي خان یوه لور او یو زوی لري. د موسیقي په مراسمو کې د سیف علي خان د خویندو تر څنګ د هغه لور ساره علي خان هم موجوده وه.












