د کرینه کپور او سیف علي خان کره د زوی زېږون

د عکس سرچینه، Getty Images
د هندي فلمونو وتلې هنرمندې کرېنه کپور زوی زېږولی.
کرینه او میړه یې سیف علي خان ویلي، چې خپل نوي ماشوم ته یې د تیمورعلي خان پټودي نوم ورکړی دی.
د کرینه کپور میړه سیف علی خان د هند ملي کرېکټ لوبډلی د پخواني لوبډلمشر منصورعلي خان پټودي او فلمي هنرمندې شرمېلاټاګور زوی دی.
د کرینې پلرګنۍ یو شمېر کسان به له ډېرې مودې راهیسې د هند فلمي صنعت پېژندل شوې څېرې دي.
د سې شنبې په ورځ د دواړو میړه ښځې له لاسلیکونو سره خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي:
موږ په ډېره خوښۍ د دسمبر په ۲۰ نېټه د خپل زوی تیمورعلي خان پټودی د زوکړې خبر درکوو.))
د دوشنبې په ورځ ښاغلي خان ویلي و:
د یوه ماشوم درلودو سره موږ بشپړ شوو. د یوه داسې ماشوم راتلو ته سترګې پر لار یو، چې نیم زما دی او نیم د هغې، نو دا خو یو ډېر ښه احساس دی.
پر ټولیزو رسنیو د فلمي نړۍ همکارانو او دغه راز د دواړو میړه ښځې مینه والو د دوی ماشوم زېږېدو په مناسبت دواړو ته د مبارکۍ پیغامونه لیکلي دي.
مشهور هندي ډایرکټر کرن جوهر لومړی کس و، چې پر ټویټر یې د مبارکۍ پیغام خپور کړی و.

د عکس سرچینه، KARAN JOHAR








