ایراني چارواکو د ممثلې ترانه علیدوستي پر کور چپاو ور وړی او نیولې یې ده

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
ایراني چارواکو وروسته تر هغه یوه مشهوره ممثله ونیوله چې د حکومت ضد مظاهرو ملاتړ یې اعلان کړ.
ترانه عليدوستي په "درواغو" خپرولو تورنه شوې ده.
تېره اونۍ د هغې پر انسټاګرام په مظاهرو کې د یوه ګډون کوونکي اعدامېدل غندل شوي وو.
۳۸ کلنه ترانه په (پلورونکي) فلم کې ډېره مشهوره شوه چې د اوسکار جایزه یې هم ګټلې وه.
هغې پر انسټاګرام پر نړیوالو سازمانونو هم نیوکه کړې وه چې د محسن شکاري د اعدام په تړاو ولې چوپه خوله پاتې شوي.
ایراني چارواکو محسن شکاري سپتمبر کې هغه لاریون ته په لمسون او اړ و دوړ خپرولو تورن او بیا یې اعدام کړ.
ترانه علیدوستي لیکلي وو: "د هغه نوم محسن شکاري دی. هر نړیوال سازمان د وینې تویېدو شاهد دی او چوپه خوله پاتې دی، دا انسانیت ته شرم دی".
محسن شکاري سیاسي زنداني و چې د وروستیو لاریونونو پرمهال ونیول او بیا اعدام شو.
وړاندې د ترانه علیدوستي انسټاګرام پاڼه هم وتړل شوه. هغې پر انسټاګرام شاوخوا اته میلیونه مینه وال لرل.
د ایران قضائیه قوې اړوند خبري اژانس (میزان) لیکلي: "ترانه علیدوستي د خپلو وړاندې کړو ځینو ادعاوو لپاره ثبوت وړاندې نه کړ، لږ مخکې د قضائیه چارواکو په امر ونیول شوه".
تر اوسه د اعلې علیدوستي د ساتل کېدو ځای نه دی مالوم شوی.

د عکس سرچینه، TARANEH ALIDOOSTI
میزان خبري اژانس د ایران ځینې نور سیلیبریټي او اوڅارې څېرې هم د وروستیو اونیو اړ و دوړ کې په لاس لرلو تورن کړي چې وايي ځینې یې احضار کړل شوي او یا نیول شوي دي.
د ایران د سینما یوه اړوند بنسټ بي بي سي ته د ترانه علیدوستي د نیول کېدو په اړه ویلي: "نن ماسپښین شاوخوا درې بجې امنیتي کسان د هغې کور ته ننوتل، کور یې تلاشي کړ او ځینې شیان یې له ځان سره یووړل".
د ایران ددغې ممثلې د توقیف د ځای په اړه د هغې کورنۍ هم هېڅ مالومات نه لري.
دوه ورځې مخکې د ایران یو بل سینمايي ستوری حمید فرخ نژاد علي خامنه ای ته د دیکتاتور خطاب کړی او لیکلي یې وو چې: "علي خامنه ای، ته موږ ته ښه دیکتاتور نه وې. لږ تر لږه د خپل ځان لپاره باشخصیته دیکتاتور شه".

د عکس سرچینه، TARANEH ALIDOOSTI
څه موده مخکې د ایران دوې نورې ممثلانې هنګامه قاضیاني او کتایون ریاحي تر نیول کېدو وروسته بېرته خوشې شوې وې.
سهیلا ګلستاني او حمید پورآذری هم په بند کې دي.
ترانه علیدوستي د ایران اعتراضونو پرمهال پر انسټاګرام پاڼه یو انځور خپور کړی چې په کردي ژبه یې ورسره د (ښځه، ژوند، ازادي) شعار هم لیکلی و.
د هغې یو داسې انځور هم خپور شوی چې تهران کې له حجاب پرته د خرڅلاو حالت کې لیدل شوې ده.











