طالبان: له ايران سره مو د نفتي توکو د پېرلو هوکړه لاسليک کړه

طالبان

د عکس سرچینه، BAKHTAR

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت وايي، له ایران سره یې د ۳۵۰ زرو ټنو نفتي توکو د پېرلو هوکړه لاسلیک کړې ده.

د مالیې وزارت وايي، دغه نفتي توکي به په نژدې راتلونکي کې هېواد ته وارد شي چې ور سره به په بازار کې د تېلو بیې چې وروستیو کې په بې ساري ډول ختلي، راټیټې شي.

طالبان وايي، تهران ته د طالبانو د حکومت تللي پلاوي کې د ماليې، بهرنيو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د افغانستان بانک، د تېلو او ګازو دولتي شرکت او د سټندرد ادارې استازي شامل وو.

په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د تېلو بیه په بې ساري ډول لوړه شوې چې له امله یې د موټرو کرایې او د خوراکي توکیو بیې هم پورته تللي دي.

د طالبانو حکومت د تېلو او ګازو دولتي شرکت مشر انجينیر عبدالغفور وايي، له ایراني لوري سره یې د تېلو پېرلو کړې هوکړه ځانګړی تخفیف لري چې افغانستان کې به ور سره د تېلو په بیو کې پاموړ کمښت راشي.

ښاغلی عبدالغفور زیاتوي، د افغانستان نفتي اړتیاوو ته په کتو یې له روسیې او ترکمنستان څخه د تېلو د پېرلو په تړاو هم خبرې اترې روانې دي.

تېل

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، دې پلاوي د افغانستان په چارو کې د ايران د ولسمشر له استازي، د نفتي توکو د دولتي او سهامي شرکتونو له یو شمېر مسوولانو، د نفتي توکو د کيفيت، بيو او ترانزيت په اړه خبرې کړي دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، له ایراني لوري سره د شوې هوکړې له مخې به تر دې وروسته له ایران څخه افغانستان ته د تېلو واردوونکي افغان شرکتونه په رسمي ډول ایراني لوري ته ور معرفي کېږي.

سرچینه زیاتوي، دواړو لورو افغانستان ته له ایرانه د تېلو د نللیکې غځولو او د تېلو د چاڼځایونو د جوړولو لپاره د يوې ګډې کميټې په رامنځته کولو هم هوکړه کړې ده.

سرچینې له ایران څخه افغانستان ته د تېلو د نللیکې د غځولو په تړاو نور جزیات نه دي ور کړي، خو د رسنیو د راپورونو له مخې، ایراني لوري کابو یوه لسیزه وړاندې هم افغان حکومت ته دغسې یو وړاندیز او په دې تړاو کابل ته د یوه پلاوي د استولو خبره کړې وه.

د یوې لسیزې په تېرېدو په دې برخه کې عملا څه پرمختګ نه دی شوی چې یو لامل یې هم ښايي پر ایران لګېدلي نړیوال بندیزونه او د وخت د افغان حکومتونو له خوا خپلو نړیوالو اړیکو ته په کتو دې برخه کې نه لېوالتیا وه.