افغانستان کې د تېلو کمښت؛ ځینو لویو ښارونو کې پمپونه تړل شوي

پټرول پمپ

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د افغانستان په ځینو لویو ښارونو کې د تېلو د نشت له کبله پټرول پمپونو خپل فعالیت درولی دی.

افغانستان ته د تېلو واردوونکي سوداګر وایي د ستنډرډ ملي ادارې د هرات اسلام کلا او فراه ۷۸ میل په ګمرکونو کې سلګونه په تېلو بار ټانکر ګاډي درولي دي.

دغې ادارې په تېرو څو ورځو کې لسګونه په تېلو بار ټانکر بېرته ایران ته لېږدولي، چې په وینا یې کیفیت یې ټیټ و.

سوداګر وایي د طالبانو حکومت ورته ویلي، چې تېل یې معیاري نه دي ځکه نو اجازه نه ورکول کېږي.

دغه بندیزونه ددې لامل شوي، چې د افغانستان په لویو ښارونو کې په تېرو دریو ورځو کې د تېلو بیې په ځانګړې توګه ډیزل په بې سارې توګه لوړې شي او یو لیټر له ۸۵ څخه ۱۳۰ افغانیو ته لوړ شي.

د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال د دفتر یوه غړي عبدالله اعظم پر ټویټر لیکلي، چې د تېلو د بیو په لوړېدو کې ځینې کړۍ لاس لري، چې دده په ټکو دا یو قصدي عمل دی.

د تېلو یو سوداګر محمد شفیق کاکړ وايي، په ځینو سیمو کې د تېلو د نشت له کبله یو شمېر پټرول پمپونه بند شوي دي:

"په ګمرکونو کې یې منفي تېل راګرځولي دي، ځکه نو په هرات، کندهار او ځینو نورو ښارونو کې د تېلو د نشت له کبله پټرول پمپونه بند شوي، د ډیزلو بیې په بې سارې توګه لوړ او یو لیټر ۱۳۰ افغانیو ته لوړ شو".

درې ورځې وړاندې د یو لېټر ډیزلو بیه ۸۵ افغانۍ او پټرول ۹۰ افغانیو ته پورته شوي دي.

ایراني رسنیو د هرات-خراسان رضوي د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر، میرا جان سلیمانخېل له خولې لیکلي، چې اوس مهال په افغانستان کې د اټکل له مخې هره ورځ ۲۵۰۰ ټنه پټرول مصرفېږي چې شاوخوا ۷۰ سلنه یې یوازې د اسلام کلا – دوغرون له لارې دغه هېواد ته واردېږي.

دغه سرچنیه وایي، د ډیزلو ورځنی مصرف په افغانستان کې ۳۵۰۰ ټنه دی، چې اوسمهال ۲۵۰۰ ټنو له کمښت سره مخ دی.

د طالبانو حکومت له هېڅ کوم هېواد سره د تېلو برخه کې رسمي تړون نه لري ځکه نو سوداګر اړ دي په انفرادي توګه له ځینو هیوادنو تېل رانیسي.

پټرول پمپ

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

سوداګر وایي د تېلو د وارداتو لپاره، هغه معیار، چې د طالبانو حکومت ورته ټاکلی نه دوي او نه هم د ایران حکومت یې د پوره کولو توان لري.

په کندهار کې د تېلو یو سوداګر حاجي مسعود وایي اوسمهال د اسلام کلا او ۷۸ میل په ګمرکونو کې شاوخوا ۱۰۰۰ په تېلو بار ټانګرونه ولاړ دي:

"د هرات د اسلام کلا او فراه ۷۸ میل په ګمرکونو کې څه باندې ۱۰۰ ټانکره تېل ځکه درول شوي، چې د طالبانو د حکومت د ستنډرډ ملي ادارې له ټاکلي معیار سره سم نه دي، ځکه نو په بازارونو کې تېل نه موندل کېږي ، خو دغه ټاکلی معیار نه موږ او نه هم د ایران حکومت پوره کولای شي، هغه تېل، چې د ایران حکومت یې د ځان لپاره چاڼوي د ستنډرډ ملي ادارې ته د منلو نه دي".

ښاغلی مسعود وایی په څو ځله یې د طالبانو د حکومت له اړوند ادارو غوښتي، چې په حکومتي کچه د قراردادونو په ترلاسه کولو کې ورسره مرسته وکړي، خو لا هم تر دې دمه دغه غوښتنې عملي شوې نه دي.

هڅه مو وکړه د طالبانو د حکومت او ستنډرډ ملي ادارې د چارواکو غبرګون هم ولرو خو څوک ځواب ویلو ته حاضر نه شول.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت څه موده وړاندې ویلي وو هڅه یې دا ده، چې د مرکزي اسیا هېوادونو سره د تېلو د وارداتو برخه کې قرارداد وکړي.