د روسیې له سېنټ‌پیټرزبرګ اقتصادي فورم د افغانستان تمې

د ویډیو تشریح، د روسیې له سېنټ‌پیټرزبرګ اقتصادي فورم د افغانستان تمې

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، تمه لري د روسیې په سېنټ پيټرزبرګ اقتصادي فورم کې روسي پانګوالو وهڅوي چې افغانستان ته غنم او تېل صادر کړي.

افغانستان په اوسنیو کې شرایطو کې سون توکو او غنمو ته ډېره اړتیا لري.

د رپوټونو له مخې له څلویښتو د ډېرو هېوادونو لوړ پوړي پلاوي او د څه باندي ۱۲ سوه روسي او د شاوخوا ۲۶۰ بهرنیو شرکتونو استازي دغه اقتصادي غونډي ته وربلل شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارسمبالی مشر یونس مومند چې دغې ناسته کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی، حفیظ الله معروف سره پر دې غږېږي چې له غونډې نورې څه تمې لري: