ایراني محصلین څنګه د احتجاجونو مخکښان شول؟

د ویډیو تشریح، ایراني محصلین څنګه د احتجاجونو مخکښان شول؟

په ایران کې د محصلینو سیاسي فعالیتونو مخینه تر یوې پېړۍ پورې رسېږي. خو په تېرو څو کلونو کې د حکومتي جبر په ګډون د بېلابېلو لاملونو له کبله د ایراني محصلینو سیاسي فعالیتونه نژدې په ټپه ولاړ حالت کې وو. خو د مهسا امیني نومې ځوانې ښځې له مړینې وروسته دا تحریک بیا زور اخیستی او ایراني محصلین د احتجاجیانو مخکښان دي. په دې ویډیويي کلیپونو کې یې حال وینو، چې خپله محصلینو ثبت کړي دي.