د ایران لاریونونه: ایراني چارواکو د ورزشکارې الناز رکابي کور ویجاړ کړی

د ویډیو تشریح، بې پروا بې حجابه ایرانۍ ورزشکاره سیالي کوي

د رپوټونو له مخې ایران کې د الناز ریکاري پلرنی کور ویجاړ کړل شوی. الناز رکابي یوه ایرانۍ کمرختونکې ده چې څه موده مخکې له ایران بهر یې یوه سیالۍ کې له پړوني پرته سیالي کړې وه.

۳۳ کلنې رکابي سوېلي کوریا کې د پړوني نه پر سرولو پرمهال سیالۍ کې په ګډون سره د ایراني رژیم د جامو اړوند هغه قانون مات کړ چې سرغړوونکي یې پرې زنداني کېدای شي.

خو الناز رکابي بیا وروسته بښنه وغوښته. بي بي س‍ي ته وویل شول چې هغه په زور بخښنې غوښتلو ته اړایستل شوې ده.‌

له حجاب سره مخالفت کې لاریونونه د ایران هر ګوټ کې پیل شوي او دا ورزشکاره د اتلې په نامه یاده شوې ده.

په یوه وېډیو کې ښکاري چې په یوه ویجاړ شوي کور کې د لوبو ترلاسه شوي مډالونه پر ځمکه پرات دي دا اونۍ ډېره لاس په لاس شوې ده.

د رکابي ورور او وتلی ورزشکار داود الناز په دې وېدیو کې د ژړا په حالت کې لیدل کېږي.

دولت ضد فعالانو د اغلې رکابي پر وړاندې دا یو غچ اخیستونکی عمل بللی او غندلی دی، خو د وېډیو ثبتېدو نېټه نه ده په ډاګه شوې.

او نیمه دولتي خبري اژانس (تسنیم) ددغه کور ویجاړېدل تایید کړي،‌ خو وايي دا کار د یاد کور د جوړولو د باوري مجوز نه درلودو له کبله ویجاړ شوی دی.

ویل شوي چې دا کار په تېره اکتوبر میاشت کې د سیالۍ پرمهال د رکابي د پړوني له نه پر سرولو مخکې شوی دی.

په ایران کې ښځې اړ دي چې خپل وېښتان په پړوني کې پټ کړي یا حجاب مراعات او خپل لاسونه او پښې پټې وساتي.‌

او ښځې هم چې کله له ایران بهر سیالیو کې ګډون کوي، باید د ایران د جامو قوانین مراعات کړي.