د تهران پر هوايي ډګر خلکو د الناز رکابي تود هرکلی کړی

الناز رکابی

په سوېلي کوریا کې د ایرانۍ ورزشکارې الناز رکابي تر لوبېدو ورسته د تهران پر هوايي ډګر د نوموړې د ستنېدو تود هرکلی شوی دی.

هغه د ګڼو ایرانیانو په اند اتله ده. هغې په سیالیو کې له پړوني پرته ګډون وکړ.

۳۳ کلنې رکابي په ایران کې د ښځینه حجاب او جامو د حکومت د لارښوونو مخالف عمل وکړ، خو دا وايي چې پړونی یې د بې پامۍ له کبله له سره لیرې شوی دی.

په اسیايي سیالیو کې تر لوبېدو وروسته د یوې مودې لپاره د هغې څرک ونه لګېد، یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، د هغې پاسپورټ او ټیلیفون ترې اخیستل شوي وو.

Elnaz Rekabi is interviewed by Iranian state media at Tehran's international airport on 19 October 2022

د عکس سرچینه، Irna

نن د ایران حکومتي رسنیو یوه وېډیو خپره کړه چې اغلې رکابي پکې ښکاري چې خولۍ یې پکې پر سر کړې او هوډي یې اغوستی دی.

دا وايي: "ایران ته په ارامۍ راستون شوم، ډېر فشار راباندې و. تر اوسه پر ما هېڅ نه دي شوي".

الناز رکابي په دې وېډیو کې وايي "د ایران له خلکو د رامنځ ته شوې ترینګلتیا له کله بښنه غواړم".

ګڼ پر دې اند دي چې الناز رکابي اړه شوې چې د فشار له کبله وېډیو کې دا څرګندونې وکړي.

الناز رکابي څوک ده؟

Elnaz Rebaki competes at Women's Boulder & Lead final in Seoul, Korea - (16 October 2022)

د عکس سرچینه، EPA

الناز رکابي د یکشنبې په ورځ د سوېلي کوریا او جاپان ورزشکارانو سیالیو کې د اسیا څلورم مقام ته ورسېده.

هغه په سیالیو کې له پړوني پرته ولوبېده چې انځورونه یې پر خواله رسنیو کې په پراخه کچه خپاره شول.

الناز رکابي تېر کال لومړی ځل نړیوالو سیالیو کې د یوې ایرانۍ ورزشکارې په توګه مډال وګاټه.

اغلې رکابي په ۱۳۶۸ کال زیږېدلې، له ۱۳۸۰ کال راهیسې یې د ډبرختنې سیالي کوي او تر ۴۰ ډېر طلايي مډالونه یې ګټلي دي.