یوه ایرانۍ لوبغاړې بهرنیو سیالیو کې لوڅ سر ګډون له کبله "ستونزو سره مخ شوې"

اېلناز رکابي

په جنوبي کوریا کې د ایران له سختو مقرراتو په سرغړونې سره د یوې ښځینه ایرانۍ لوبغاړې الناز رکابي په اړه وروسته له هغه وېره په ډېرېدو ده چې له حجاب پرته یې د جنوبي کوریا په سول کې اسیا اتلولیو کې ګډون کړی و.

هغه ځينو له دې کبله ستایلې وه چې ګواکې په دغو سیالیو کې يې له پړوني نه پرسرولو سره په ایران کې د روانو احتجاجونو ملاتړ کړی دی. له تېرې دوشنبې را هیسې يې له کورنۍ او ملګرو سره وروسته له هغه اړیکه پرې شوې وه چې دا له یوه ایراني چارواکي سره ولیدل شوه.

خو اوس د اغلې رکابي پر انسټاګرام لیکل شوي چې هغه بېرته ایران ته ستنه شوې او پړونی يې "سهواً له سره ښوېدلی و."

هغې دا خبره پرخپل انسټاګرام داسې وخت کې کړی چې تر سياليو راګرځېدو وروسته يې درک نه و او یوې سرچينې بي بي سي ته ویلي وو چې له هغې پاسپورټ او موبایل اخیستل شوي دي.

د اغلې رکابي پر انسټاګرام لیکل شوي چې هغه ایران ته ستنه شوې او "د وخت په سمه توګه نه تنظیمولو، ناڅاپه لوبې ته غوښتلو او پر دیوال د ختلو له کبله د هغې حجاب سهواً له سره ښوېدلی و."

هغه ویډيو چې پر خواله رسنیو خپره وه او دا پکې سرلوڅې ښکاري، ایران ته د هغې د بېرته ستنېدو په اړه یې اندېښنې ډېرې کړې دي.

الناز رکابي غر ختنې ته ورته داسې لوبه کوي چې پر دیوال او لویو کاڼو بره خېژي او په ویډيو کې هم هغه د سیالۍ په ترڅ کې پر یوه دیوال خېږي خو بېرته راپرېوځي.

"ښايي ایران ته رسېدو سره زندان ته ولېږل شي"

اېلناز رکابي

د عکس سرچینه، AFP

د دې لوبې نړيوال فدراسیون پرون سې شنبې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له ایراني فدراسیون سره په اړیکه کې دی او له هغې خپل ملاتړ کوي.

دغه نړيوال فدراسیون همدا راز ویلي چې د اېلناز رکابي خونديتوب ډېر ارزښت ورته لري او په پوره دقت سره په ایران کې روان وضعیت څاري.

مخکې په جنوبي کوریا کې د ایران سفارت هم ویلي وو چې اېلناز رکابي د لوبو له ډګره بېرته ایران ته خوځېدلې ده.

نن سې شنبه د ایران سفارت په یوه خبرپاڼه کې ولي چې هغه بېرته تهران ته ستنه شوې، "الناز رکابي د دوشنبې په سهار د اسیا اتلولیو له پای ته رسېدو وروسته له سول ایران ته خوځېدلې ده."

خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې، "په جنوبي کوریا کې د ایران اسلامي جمهوريت سفارت د الناز رکابي په اړه ټول ناسم خبرونه ردوي."

د بي بي سي د فارسي څانګې رعنا رحيمپور ویلي، وېره شته چې هغه به ایران ته له رسېدو سره سم زندان ته ولېږل شي.

په ايران کې ښځينه ورزش کوونکو ته په بهرنیو سیالیو کې د ګډون لپاره د کالیو اغوستلو ځانګړي اصول ټاکل شوي دي چې له مخې يې باید ویښتان، مټې او پښې پټې وي او کالي يې باید په بدن پورې نښتي نه بلکې ازاد وي.

د احتجاجونو ځپونکو امنیتي ځواکونو پر ضد له نړيوالو د ملاتړ غوښتنه:

شهره بیات (منځ کې ولاړه ښځه)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شهره بیات (منځ کې ولاړه ښځه)

دوه کاله مخکې د شطرنج یوې ایرانۍ لوبڅارې هم ویلي وو چې په شينګهای کې د ښځو شطرنج نړیوالو اتلولیو پر مهال د هغه عکس خپرېدو له کبله د مرګ ګواښ ورته شوی چې دا پکې له حجاب پرته ښکارېدله.

شهره بیات بیا بریتانیا ته لاړه او هلته یې ځکه د پناه غوښتنه وکړه چې که بېرته ایران ته ستنه شي نو ښايي ونیول شي.

تېره اونۍ اغلې بیات له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په ایران کې د احتجاج کوونکو پر وړاندې د دغه هېواد د چارواکو د تاوتریخوالي ډک چلند په اړه دې عملي ګام پورته کړي.

ایران کې دغه احتجاجونه وروسته له هغه پيل شول چې د تېرې سپتمبر میاشتې پر ۲۳ نېټه د مهسا امیني په نوم یوه ۲۲ کلنه مېرمن د حجاب نه مراعتولو په تور د ایران امر بالمعروف پولیسو ونیوله او وروسته مړه شوه.

پولیس دا نه مني چې هغه دې پر سر وهل شوې او له کبله يې مړه شوې وي او ادعا يې کړې چې هغه د زړه درېدو له کبله مړه شوې.

د ویډیو تشریح، بې پروا بې حجابه ایرانۍ ورزشکاره سیالي کوي

خو د هغې د نیول کېدو ويډيوګانو کې ښکاري چې ګاډي ته په زور د خېږولو پر مهال یې سر په دروازه لګېږي او دا دننه ورټېل وهل کېږي.

پرون دوشنبه د بشري حقونو تر څلوېښتو ډېرو ډلو د ملګرو ملتونو پر بشري حقونو کمیسون غږ وکړ چې په ایران کې دې د روانو احتجاجونو په اړه ځانګړې غونډه جوړه او ملاتړ دې يې وکړي او همدا راز له احتجاج کوونکو سره د ایراني امنیتي ځواکونو "بې رحمانه" چلند دې وغندي.

دغو ډلو ویلي، د شواهدو له مخې هلته امنیتي ځواکونه د احتجاج کوونکو پر ضد زړه بوږنوونکی عمل کوي او پر وړاندې يې وسلې کاروي

په ناروې کې د ایران د بشري حقونو کمیسون د رپوټ له مخې تر اوسه ایراني ځواکونو ۲۱۵ احتجاج کوونکي وژلي چې ۲۷ یې ماشومان دي.

خو ایراني چارواکي ردوي چې دوی دې سوله ييز مظاهره کوونکي وژلي وي بلکې ادعا کوي چې د روانو احتجاجونو تر شا د بهرنيو کړیو لاس دی.