د طالبانو پرضد د ایراني سفیر څرګندونې؛ ایا د قدس مهم غړی یې ځای ناستی کېږي؟

د عکس سرچینه، IRANEMBASSY
په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان ته د منسوبو څرګندونو تر افشا کېدو وروسته، د هغه دنده پای ته رسېدلې او پر ځای یې د ایران د سپاه پاسداران د څارګرې څانګې غړی حسن کاظمي قمي ټاکل شوی.
حسن کاظمي قمي د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر میاشت کې واک ته د طالبانو له د رسېدو دوه میاشتې وروسته په افغانستان کې د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو. نوموړي تر دې وړاندې په بغداد او هرات کې د سفیر او جنرال قونسل په توګه دندې ترسره کړې دي.
ښاغلی قمي د صدام حسین د رژیم تر نسکوریدو وروسته په عراق کې د ایران لومړنی سفیر و، چې د عراق د لومړي وزیر نوري المالکي په منځګړتوب یې د امریکا له سفیر راین کراکر سره د مستقیمو خبرو اترو د دوه پړاوه مشري هم وکړه.
په عراق کې د امریکايي ځواکونو قومندان ډیویډ پیټرایوس چې وروسته د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي آی اې) مشر شو، ښاغلی کاظمي قمي د سپاه پاسداران د قدس ځواک غړی بللی دی.
افغانستان کې د امریکا مخکېني سفیر ریان کراکر وروسته د بي بي سي په یوه مستند فلم کې ویلي و، ښاغلی آذري قمي " تر سخت کنټرول لاندې دی او کله به چې نوې موضوع مطرح شوه او د غونډې په اجنډا کې به نه وه، هغه به د سپاه پاسداران د قدس ځواک له قومندان قاسم سلیماني سره اړیکه نیوله او مشوره به یې ترې اخیسته."
ښاغلي قمي دا څرګندونې رد کړې دي.
په کابل کې د ایران سفارت د جمعې په ماښام په یوه ټویټ کې چې څو ساعته وروسته یې بیا ړنګ کړ لیکلي وو "د ځینو دښمنو رسنیو د ادعا برعکس، د ډاکټر امینيان د ماموریت لغوه کول د افغانستان په اړه د هغه له وروستیو څرګندونو سره هیڅ تړاو نه لري. د معمولې دیپلوماتیکې کړنلارې له مخې د نوموړي د ندې درې کلنه موده پای ته ورسېده او ښاغلی کاظمي قمي د دغې ادارې د نوي مشر په توګه وټاکل شو."
د ډسمبر پر درېيمه د طالبانو په اړه په رسنیو کې د ښاغلي امینيان د خبرو تر افشا کیدو وروسته، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر په ګډون هیڅ چارواکي له هغه سره نه دي لیدلي، آن د مخه ښې لپاره هم.

د عکس سرچینه، @SPECIALIRAN
د ډسمبر پر ۴مه، په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سید حسین مرتضوي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل او په هماغه ورځ یې سفارت یوه اعلامیه خپره کړه او د سفیر په اړه یې شوې څرګندونې جعلي وبللې."
د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي وو "په خپرو شویو جعلي خبرونو کې د یوه خپاره شوي غږ له مخې ناسمې ادعاوې شوې وې، چې نه یوازې وخت او ځای، بلکې ویناوال یې هم معلوم نه دی."
ظاهراً د ایران سفیر تر ۳ کلونو وروسته د خپلې درې کلنې دندې وروسته خبرې نه دي کړي او وايي د افغانستان چاپېریال ډېر پېچلی دی، هغه وايي "کله چې تر یوې اوونۍ وروسته کابل ته راستون شم، احساس کوم چې له نړۍ وروسته یم. يعنې له بدلونونو شا ته یم"
هغه زیاته کړې تر وروستیو پرمختګونو وروسته، اوس ایران د طالبانو یو ملاتړی ګرځېدلی دی. خو زیاتوي ایران په افغانستان کې ډیر زیانمنونکی دی.
نوموړي دا هم ویلي و "ان امریکا په نیویارک کې د ایراني استازو له لارې درې ځلې پیغام ور استولی چې داعش هڅه کوي ستاسو د سفارت پر ضد عملیات وکړي."
په دې دوسیه کې د ښاغلي امینیان له قوله ویل شوي چې «القاعده، اسلامي حرکتونه او نور ټول هلته افغانستان کې فعال دي."
خو طالبانو په افغانستان کې د القاعدې وسله والو شتون په کلکه رد کړی، په داسې حال کې چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري د جولای پر ۳۰ مه د کابل په مرکزي سیمه کې په یوه کور کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
د دې قضیې له مخې ښاغلي امینیان طالبان "د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره لوی مصیبت او ناورین او ناورین" بللی، خو ویلي یې دي چې "ایران پرته له دې چې له دې فرصته ګټه واخلي او هغوی (طالبان) د مغولو قوم په شان متمدن کړي بله چاره نه لري."










