میانمار کې له یاګي توپان وروسته مرګوني سېلابونه راوتلي
په میانمار (برما) کې د یاګي له توپان وروسته سخت سېلابونه راوتلي او د دغه هېواد د چارواکو په وینا تر ۲۳۰ زرو ډېر کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د میانمار د دولتي رسنیو په وینا، د میانمار پوځي حکومت له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د نړیوالو مرستو غوښتنه کړې ده.
د میانمار پلازمېنه نایپیداو یو له هغو سیمو ده چې سېلابونو ډېرې ځپلې دي.
د میانمار پوځ ویلي، چې د دغه سېلاب له امله تر اوسه لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي دي.
دولتي ورځپاڼې "نیو لایټ میانمار" هم اعلان کړی چې د بېکوره شویو قربانیانو لپاره موقتي مرستندویه کمپونه جوړ شوي دي.
یاګي توپان سږ کال په اسیا کې تر ټولو زورور توپان و چې ویتنام، د چین هاینان ټاپو او فیلیپین یې ځپلي دي.
د میانمار دولتي رسنیو ویلي، د پوځي حکومت قومندان جنرال مین آنګ هیلینګ او نورو چارواکو د سېلاب ځپلې سیمې او د مرستو چارې له نژدې کتلې دي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د ازادې اسیا رادیو ویلي چې د مړو شمېر د رسمي شمېرو پرتله خورا لوړ دی او د متحده ایالاتو له ملاتړ برخمنې دې تلوېزیوني شبکې ویلي چې لږ تر لږه ۱۷۶۰ کسان په سېلابونو او د ځمکې ښویېدنې له امله مړه شوي دي.
په تاونګو ولسوالۍ کې یوه ژغورونکي د سې شنبې په ورځ بيبيسي ته وویل، د سېتاونګ سېند په ختیځه څنډه کې تر ۳۰۰ ډېر کسان د سېلاب له امله بند پاتې دي.
هغه وويل: "زموږ د ژغورلو لپاره کافي کښتۍ نشته."
ساینسپوهان وايي چې د اقلیم له بدلون سره به توپانونه او سیلۍ نورې هم پیاوړې شي.
د سمندر ګرمې اوبه هم په دې معنی دي چې توپانونه ډېره انرژي ترلاسه کوي، چې د باد سرعت ور سره زیاتېږي.

د عکس سرچینه، EPA
ګرمه فضا هم ډېر رطوبت لري، چې د درنو بارانونو لامل کېدای شي.
د ملګروملتونو د راپور له مخې، د میانمار د درې کلنې کورنۍ جګړې له امله چې په زرګونو کسان پکې وژل شوي او څه دپاسه دوه اعشاریه شپږ میلیونه خلکذبې کوره شوي دي، د میانمار ډېر نفوس کډه کولو ته اړ شوی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر د راپور له مخې، په دغه هېواد کې شاوخوا ۱۸،۶ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
نړیوال سره صلیب په خپل وروستي تازه راپور کې ویلي، په میانمار کې ډېری کورنۍ پاکو اوبو او روغتیا ساتنې ته محدود لاسرسی لري او لومړني درمل او روغتیایي پاملرنې نه لري.












