میانمار کې پوځي کودتا؛ بېړنی حالت اعلان شوی

د عکس سرچینه، Reuters
د ميانمار يا برما پوځ د انګ سان سوچي او نورو ټاکل شويو مشرانو له نيولو وروسته واک په لاس کې اخيستی دی.
د دغه هېواد پوځ د يو کال لپاره بېړنی حالت اعلان کړی او په لارو کوڅو کې د شپي ګرځبنديز لګول شوی دی.
د امریکا ولسمشر جوبايډن پر ميانمار د نويو بنديزو لګولو خبرداری ورکړی. ملګروملتونو او بريتاينا هم دغه کودتا غندلې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د میانمار د مهمې مشرې انګ سان سوچي او نورو ولسي مشرانو نیول وغندل او د دغه هېواد له پوځ یې وغوښتل چې د خلکو غوښتنې ته درناوی وکړي.
په دا مهال امریکا وايي، د وروستیو ټاکنو د پایلې بدلولو لپاره د هرې هڅې مخالفه ده او خبرداری ورکوي، که د ولسواکۍ په لار کې د خنډ اچولو هڅې ونه درېږي، د مسوولانو پرضد به یې ګام پورته کړي.
اسټرالیا هم د میانمار د ټولو مشرانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې او د دوی نیول یې بې قانونه بللي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده هم وايي، چې دواړه هېوادونه یو بل سره ډیپلوماټیک اړیکي نه لري، مګر تهران هیله من دی چې پوځي کودتا د لږکیو د حقونو د حالت خرابېدو سبب نه شي.
د میانمار ګاونډیانو تایلنډ او کامبوج وايي، دغه هېواد کې پوځي کودتا د دوی کورنۍ مسله ده.
څوک نیول شوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د میانمار پوځ د دوشنبې په ورځ( د فرورۍ ۱) د یوې اعلامیې خپرولو سره وايي، چې د دغه هېواد واک د یو کال لپاره د پوځ لوی درستیز انګ هلینګ ته لېږدول شوی دی.
پوځ تر دې اعلان مخکې د دوشنبې ورځې د سهار لومړیو کې د ولسواکۍ ملي ټولنې مشره انګ سان سوچي، د دغه هېواد ولسمشر وین مینټ او څو نور لوړپوړي چارواکي ونیول.
انګ سان سوچي رسمي حکومتي سلاکاره ده چې واک یې د لومړۍ وزیرې په څېر انګېرل کېږي او د دغه هېواد ځواکمنه مشره ده.
دوی د ولسي حکومت او پوځ ترمنځ له ناندریو وروسته نیول کېږي.
پوځ د نومبر ټاکنې نمیګړې بولي او له ولسواکۍ ملي ټولنې یې غوښتل چې نوی حکومت جوړ نه کړي.
سوېل ختیزه اسیا کې د بي بي سي خبریال جنه تن هېډ وايي، سرتېري پلازمېنه نایپیتاو او یانګون ښار کې ګزمې کوي.
پلازمېنه کې ټلېفون او انټرنېټ هم له ستونزو سره مخ دی.
د ولسواکۍ ملي ټولنې ګوند ویاند میو نیو نټ له خلکو غوښتي چې له بېړني غبرګون ډډه وکړي او پر قانون ودرېږي.
لانجه پر څه ده؟

د عکس سرچینه، Reuters
د انګ سان سوچي په مشرۍ د میانمار ولسواکۍ ملي ټولنې د نومبر ۱۸ ټاکنو کې د ۸۳ سلنه رایې ګټلو سره اوڅار بری وګاټه.
خو د میانمار پوځ د دې ټاکنو د نتیجې نه منلو سره د خپل هېواد سترې محکمې ته په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ شکایت کړی دی.
ټاکلې وه د نوي پارلمان لومړنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ وشي، خو پوځ یې د ځنډېدو غوښتنه کړې وه.
میانمار کې له پوځي حکومت وروسته د دغه هېواد اساسي قانون د پارلمان ۲۵ سلنه څوکۍ پوځ ته ورکړې او د دغه هېواد پوځ کابینه کې هم درې څوکۍ لري.
انګ سان سوچي څوک ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
۷۵ کلنه انګ سان سوچي د میانمار د خپلواکۍ اتل جنرال انګ سان لور ده چې پر ۱۹۴۸ کال ترور شو.
هغه مهال مېرمن سوچي ۲ کلنه وه.
مېرمن سوچي خپل هېواد کې د پوځیانو حکومت سره د مخالفت له امله له ۱۹۸۹ تر ۲۰۱۰ کلونو په ټول کې ۱۵ کاله بندي یا کوربند(کور کې بندي) وه.
نوموړې پر ۱۹۹۱ کال د سولې نوبل جایزه وګټله.
د انګ سان سوچي په مشرۍ د ولسواکۍ ملي ټولنې پر ۲۰۱۵ کال د میانمار پارلماني ټاکنې وګټلې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د میانمار اساسي قانون له مخې انګ سان سوچي د داسې بچیانو لرلو له امله چې د بل هېواد وګړي دي له ولسمشرۍ منع، خو د دغه هېواد د ځواکمنې مشرې په توګه پام کې ونیول شوه.
وروستیو کلونو کې د روهینګیايي مسلمان لږکیو د ځپلو له امله پر انګ سان سوچي نړیوالې نیوکې کېږي.
خو نوموړې لا هم د میانمار بودايي اکثریت کې ډېره منلې ده.











