نړیواله محکمه: میانمار دې د ټولوژنې مخه ونیسي

د عکس سرچینه، EPA
د عدالت نړيوالې محکمې په میانمار کې د روهنګي مسلمانانو د ټولوژنې د مخنیوي لپاره د یو لړ اقداماتو ترسره کولو امر کړی.
دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې د میانمار مشرې ان سان سوچي تېره میاشت د همدې محکمې په یوه غونډه کې برخه واخیسته او په خپله یې د لګېدلو له خپل هېواده دفاع وکړه.
په ۲۰۱۷ کال کې د میانمار( برما) پوځ د عملیاتو په پایله کې زرګونه روهېنګي مسلمانان ووژل شول او له اوه سوه زره زیات یې بنګلدېش ته کډوال شول.
د ملګرو ملتونو څېړونکې ډلې خبرداری ورکړی چې دا ټولوژنه ښايي بیا رامنځته شي.
د دې نړیوالې محکمې پر وړاندې د میانمار پرضد افریقايي هېواد ګمبیا چې ډېر وګړي یې مسلمانان دی، دا قضیه راپورته کړې ده. ګامبیا غوښتنه کړې ده چې د بشپړې څېړنې تر پيله دې د میانمار د پوځ پر ضد بیړني ګامونه پورته کړل شي.
میانمار دا تورونه رد کړي او تل یې ټینګار کړی چې د پوځي عملیاتو موخه یې په مسلمان مېشتې ایالت راکین کې د سخت دریځۍ د ګواښ مخنیوی و.

د عکس سرچینه، AFP
د نړيوالې محکمې پر وړاندې په خپله دفاعیه کې مېرمن سوچې په راکین ایالت کې شوی زور زیاتی "کورنۍ وسله وال شخړه" بللې وه چې د دې د ادعا له مخې روهنګي وسله والو پر حکومتي امنیتي پوستو په برید کولو سره پیل کړې ده.
سلګونه زره روهېنګیایان څنګلوري بنګله دېش ته تښتېدلي دي.
په دې اړه به د محکمې وروستۍ پرېکړه کلونه وخت ونیسي چې ایا دوی د ټولوژنې قربانیان دي او که نه.

د عکس سرچینه، Reuters
په ۲۰۱۷ کال کې د برما د پوځ له لوري د روهېنګیایانو پرضد عملیاتو کې زرګونه کسان ووژل شول.
د ملګرو ملتونو څېړونکو خبرداری ورکړی و چې امکان لري د روهېنګیایانو د ټولوژنې جرمونه شوي وي.
میانمار (برما) تل ټینګار کړی چې په راکین ولایت کې، چې تر ډېره پکې روهېنګیا مسلمانان لږکي مېشت دي، د سختدریځو د ځپلو عملیات کړي دي.
خو هغه څوک و چې د میانمار او د دغه هېواد مشره یې نړيوالې محکمې پر وړاندې حاضرېدو ته اړ کړل؟
د ګامبیا د عدلیې وزیر ابوبکر ټمباډو د دې ټولو هڅو تر شا ولاړ و چې په پایله کې یې ان سان سوچي په هاګ کې نړیوالې محکمې ته حاضره شوه.
هغه بي بي سي ته وویل کله یې چې د جګړې له تاوه ژغورل شویو کسانو خبرې یې واورېدې نو احساس یې وکړ چې "د بنګلدېش او میانمار ترمنځ د پولې په اوږدو د توکم وژنې بوی "راپورته کیږي.
هغه بي بي سي ته وویل ما درک کړه چې دا ستونزه څومره جدي ده.
ټامباډو زیاته کړه : " پوځ او ملکي افسرانو پر روهنګيانو د سیسټماټیکو بریدونو تابیا نیولې، کورونه یې سوځولي، ماشومان یې د مېندو له غیږو اخستي او ژوندي یې اور ته اچولي دي، نارینه یې وژلي، د جنسي تاوتریخوالي د ټولو ډولونو په کارولو یې پر نجونو تېری کړی. "
دې پیښې په ۱۹۹۴ کال کې په روانډا کې رامنځته شوې پیښې د ښاغلي ټامباډو ذهن ته وروستلې، د روانډا په جګړه کې هم توکم وژنه شوې وه او د ادعا له مخې اته سوه زره کسان په کې ووژل شول.
ښاغلی ټامباډو وايي: "کټ مټ داسې وشول لکه په روانډا کې چې د ټوټسيانو پرضد وشول. "دی وايي "ذهن کې مې راغلل چې د میانمار چارواکي غواړي چې په بشپړه توګه روهېنګیایان د یوه توکم په توګه له منځه یوسي. "











