نړیواله جنايي محکمه د روهېنګیا مسلمانانو ټولوژنه ارزوي

د عکس سرچینه، Getty Images
نن (سې شنبه) د ملګرو ملتونو اړوند نړیواله جنايي محکمه د میانمار (برما) حکومت پرضد د نسل وژنې په اړه د شکایتونو ارزونه پیلوي.
دا شکایتونه د افریقا په لوېدیځ کې د ګمبیا حکومت دغې محکمې ته سپارلي چې په ۲۰۱۷ کال د روهېنګیا مسلمانانو د وژنې په تړاو دي.
د میانمار پر پوځ او له هغوی سره تړلو او ملاتړو کسانو د روهینګیا لږکیو پر کلیو بریدونه، وژنې، د هغوی د شتمنیو لوټل او د سلګونه زره وګړو بې ځایه کولو تورونه دي.
ګمبیا د نړیوالو جنايي جرمونو محکمې جوړېدو هوکړه لاسلیک کړې ده.
د ګمبیا حکومت له دې محکمې غوښتي چې د روهینګیا مسلمانانو د ځورونې لپاره سم لاسي حکم صادر کړي.
ګمبیا د رم په نامه یوه هوکړه لاسلیک کړې، خو میانمار نه ده لاسلیک کړې. د رم هوکړې لاسلیکوونکو د نړیوالې جنايي محکمې واکونه منلي دي.
د میانمار د حکومت مشرې انګ سان سوچي هاګ ته تللې او په پام کې ده چې محکمه کې د خپل هېواد دفاع پخپله وکړي.

د عکس سرچینه، AFP
په پام کې ده چې د تورونو ارزونه او د میانمار دفاع تر چارشنبې دوام وکړي. میانمار ادعا کوي چې دوی یوازې په وسلو سمبال روهینګیایان په نښه کړي دي.
روهینګیا مسلمانان داسې مهال وژل شوي، چې انګ سان سوچي د میانمار چارې مخ ته بېولې.
نوموړې چې میانمار کې د پوځي دیکتاتورۍ پرضد د مبارزې مشره ګڼل کېږي، د مسلمانانو د وژنو نه درولو له کبله له سختو نړیوالو نیوکو سره مخ ده چې د هغې باور ته یې ډېر زیان هم اړولی دی.
په هاګ کې د بي بي سي خبریال وايي، د میانمار د پوځ له تاوتریخجنو کړنو د دفاع دریځ به د اغلې سان سوچي له باور بایللو سره نوره مرسته هم وکړي.

د عکس سرچینه، Reuters
د میانمار پوځ عملیاتو کې په زرګونو کسان ووژل او تر اوو لکو ډېر روهینګیایان ګاونډي بنګلدېش ته کډه شول.
د پوځ عملیاتو کې له بشري حقونو د سرغړونې، قصدي وژنو، جنسي تېریو او جایدادنو سوځولو پراخې ادعاوې هم شوې دي.
د میانمار د پوځ د مشر مېن اون هېنګ په ګډون د شپږو لوړپوړو پوځي چارواکو نومونه اخیستل شوي او غوښتنه شوې چې د روهینګیا د توکم پاکونې او ډلوژنې له امله باید وپوښتل شي.

د عکس سرچینه، Reuters
ملګرو ملتونو د روهینګیا مسلمانانو سره تاوتریخوالی د تېرو څو لسیزو بوږنوونکی ناورین بلل شوی دی.
د ۲۰۱۷ کال د اګست پر ۲۵ یو شمېر روهېنګیا وسله والو د میانمار پولیسو پر لسګونو پوستو برید وکړ او یو شمېر پولیس یې ووژل.
په ځواب کې د دغه هېواد پوځ په ظاهره د وسله والو نیولو لپاره پوځي عملیات وکړل چې د ملګرو ملتونو رپوټونو له مخې پایله کې یې له یوې مخکې ځینې کلي وسوځول شول، ملکي کسان ووژل شول، پر ښځو جنسي تېري وشو. په دې پېښو کې د ځايي بودايي مذهبو کسانو ډلې هم شاملې وې.
اوس له چې له هغې ورځې دوه کاله تېر دي، نژدې یو میلیون کډوال د بنګله دېش کمپونو کې ژوند کوي، چې د بنګله دېش چاراکو په ونیا د دغه هېواد پر اقتصاد یو دروند بار دی.
د سږ کال لومړیو کې بنګله دېش چارواکو وویل، نور کډوال نه مني او په خپله خوښه یې د کډوالو ستنېدو لپاره له میانمار سره یوه هوکړه وکړه، چې له مخې یې تر اوسه هیڅ یو کډوال نه دی ستون شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images








