میانمار د ملګرو ملتونو د 'ټول وژنې' تور رد کړ

نژدې اووه سوه زره روهېنګیا مسلمانان ګاونډي هېواد بنګله دېش ته کډوال شوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نژدې اووه سوه زره روهېنګیا مسلمانان ګاونډي هېواد بنګله دېش ته کډوال شوي

میانمار د ملګرو ملتونو هغه رپوټ رد کړی، چې د روهېنګیا مسلمان لږکیو توکمیزې ټول وژنې لړ کې د دغه هېواد لوړپوړو پوځي چارواکو خلاف د پوښتنو ګروېږنو غوښتنه پکې شوې.

حکومتي ویاند زاوهتای وايي هېواد یې له داسې هېڅ پرېکړه لیک سره موافق نه دی او 'نه یې مني، چې د بشري حقونو شورا چمتو کړی وي. '

چین له دې مخکې د ملګرو ملتونو پر رپوټ نیوکې کړې او ویلي یې دي پر میانمار فشار راوستل 'مرسته نه کوي. '

زاوهتای وايي، میانمار د بشري حقونو سرغړونې هېڅکله نه زغمي.

سلګونه زره روهېنګیا مسلمانان د بنګله دېش کمپونو کې اوسي

د عکس سرچینه، AFP/ GETTY IMAGES

د عکس تشریح، سلګونه زره روهېنګیا مسلمانان د بنګله دېش کمپونو کې اوسي

د نوموړي خبرې د ملګرو ملتونو هغه رپوټ ته چې پر دوشنبه خپور شو، د حکومت داسې غبرګون بلل کېږي، چې مخکې ساري نه لري.

نوموړی ادعا کوي، چې میانمار د حقیقت موندنې لپاره خپل کمېسیون لري، چې خپلواک دی او په وینا یې 'د ملګرو ملتونو ادارو او نورو نړیوالو ادارو جعلي تورونو ته به ځواب ووايي. '

میانمار پوځ له دې مخکې له هر ډول زور زیاتي کولو انکار کړی.

بل لور ته چین چې له میانمار سره نژدې اقتصادي او دیپلوماتیک اړیکي لري وايي 'دراکهاین قضیې تاریخي، مذهبي او نژادي مخینه خورا پیچلې ده. '

د چین بهرنیو چارو وزارت ویانده هوا چونینګ وايي:

'یو لوریزې نیوکې یا د فشار ډېرول به د موضوع حل کې هېڅ مرسته و نه کړي. '

پروسږکال روهېنګیا وسله والو ډلو میانمار کې پر پولیس پوستو بریدونه وکړل او له هغه وروسته پوځ پراخ عملیات وکړل.

هغو پېښو کې زرګونه کسان ووژل شول او نژدې اووه سوه زره روهېنګیا مسلمانان ګاونډي هېواد بنګله دېش ته کډوال شول.

دغو پېښو کې د جنسي تېري، خپلسري وژنو او کروندو سوځولو په ګډون د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو تورونه هم پورې شول.

فېسبوک د میانمار پوځ مشر مین اوونګ هلاینګ پاڼه تړلې ده

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، فېسبوک د میانمار پوځ مشر مین اوونګ هلاینګ پاڼه تړلې ده

حکومت وايي روهېنګیا مسلمانان ناقانونه کډوال دي، چې د هېواد امنیت او بودايي هویت ته یو ګواښ دی.

بل لور ته د ملګرو ملتونو رپوټ کې د ډېر تاوتریخوالي یادونه شوې او د پوځ مشر مین اوونګ هلاینګ په شمول د پوځ شپږ لوړ پوړو مشرانو خلاف د توکمیزې ټول وژنې لړ کې د پوښتنو ګروېږنو غوښتنه پکې شوې.

رپوټ کې دغه راز غوښتنه شوې، چې قضیه باید د جرمونو نړیوالې محکمې ته ولېږدول شي.