روهېنګیا مېرمنې د جنسي تېري کیسې کوي

د عکس سرچینه، EPA
له میانمار بنګله دېش ته تللې ځینې روهېنګیا مېرمنې وايي، جنسي تېری پر شوی دی.
دوی دا هم وايي، ځینې مېرمنې له جنسي تېري وروسته وژل شوې دي.
بنګله دېش کې ډاکټران وايي، ډېرې روهېنګیا مېرمنې د شرم له امله له درملنې هم په شا کېږي.
د بي بي سي له خبریالې فرحانه پروین سره په خبرو کې دغو ښځو خپل نومونه بدل ښودلي دي.
د مېندوارۍ د مخنیوی درمل غوښتل

د عکس سرچینه، Reuters
هاجره بېګم هم له جنسي تېري سره مخ شوې روهینیګايي مېرمن ده ده.
دا وايي، د میانمار پوځ یې کورونه کلابند کړل، څوک چې په تېښته بریالي شول هغه بچ شول:
"خو څوک چې تښتېدلی نه شول یا ووژل شول او یا هم زما په څېر جنسي تېری پر وشو".
نوموړې وايي، له جنسي تېري وروسته زه بریالۍ شوم چې ژوندۍ پاتې شم:
"خو هلته نورې نجونه له تېري وروسته ووژل شوې".
هاجره بېګم وايي، له جنسي تېري وروسته یې له پوځ طبي مرسته وغوښته، خو هغوی ور نه کړه.
"زما په څېر ډېرو ښځو له پوځ د درملنې غوښتنه وکړه، په تېره داسې درمل مو وغوښتل چې د مېندوارۍ مخنیوی وکړي، خو هغوی زموږ لاسنیوی ونه کړ".
په زوی نوی نوم اېښودل

د عکس سرچینه، Reuters
د اګسټ له ۲۵ راهیسې ډېر روهېنګیا ماشومان او مېرمنې بنګله دېش ته تللي.
دوی وايي، سړي یې ووژل شول او پر مېرمنو جنسي تېری وشو.
ریحانه بېګم هم له خپل زوی سره له میانمار وتلې ده.
د هغې زوی ۱۵ کلن دی، خو اوس یې نوی نوم پر اېښی دی او نوزېږ یې بولي.
"زه وېرېږم چې پوځ به ما زوی را نه وړی وي، خو زه به تر اوسه پر خبره نه یم".
د پېښې شاهد

د عکس سرچینه، Getty Images
محمد الیاس دوه اونۍ وړاندې له میانمار وتلی، هغه له روهینګیا مېرمنو سره د جنسي تېري کیسې کوي.
"یوه مېرمن مې لیدله چې جنسي تېری پر کېده، په څنګ کې یې بچی هم و، وروسته مې د هغې نیم سوځېدلی بدن ولید".
د بنلګه دېش په کوکس ولسوالۍ کې اوس ځايي او څو نړیوال ډاکټران د روهینګیا مېرمنېو او ماشومانو درمنله کوي.
دوی وايي، ډېری مېرمنې له وېرې او بدنامۍ له دوی سره د شوي جنسي تېري کیسې پټول غواړي، چې له امله یې دوی له اړینې درملنې هم بې برخې کېږي.
بنګله دېشی ډاکټر مصباح الدین احمد وايي، د جنسي تېري ۱۸ کیسې یې اورېدلې دي، خو کره شمېر له دې ډېر دی.
دوی وايي، که اغېزمنې ښځې ونه پېژندل شي او درملنه یې ونه شي، نو اوږدمهالی به اغېز پر پاتې شي.

د عکس سرچینه، Getty Images








