مېانمار کې د بي بي سي خبریال د سترګو لیدلی حال

د ویډیو تشریح، د بي بي سي خبریال جانتن هیډ ته په لومړي ځل اجازه ورکړل شوې چې راخاین ایالت شمالي برخې ته ورشي

په لومړي ځل د بي بي سي خبریال جانتن هیډ ته اجازه ورکړل شوې چې د برما (مېانمار) په رخاين ایالت کې د روهنګیا حالت له نژدې وګوري.

نوموړی د روهنګیا مسلمانان پر ضد د عملیاتو شاهد و. د ملگرو ملتونو بشري حقونو څانگې مشر وايي، په برما کې د روهنگيا مسلمانانو پر وړاندې روان عمليات "د توکميزې پاکونې يوه رڼه بېلگه برېښي." زيد رعد الحسين د برما پر حکومت غږ وکړ چې په رخاين ايالت کې دې "ظالمانه عملياتو" ته د پاى ټکى کېږدي.