سمندر کې پاتې ۱۰ برمايي مسلمان کډوال مړه شوي

د عکس سرچینه، d
د برما یا میانمار په سلګونو مسلمان کډوال چې د یوې اونۍ لپاره د اندامان په سمندر کې په یوې بېړۍ کې له خوراکي توکو او اوبو پرته درول شوي او آن دې ته مجبور شوي چې خپلې متیازې وچښي.
هغه کب-نیوونکې بېړۍ چې د روهینګیا ۳۵۰ مسلمان لږکیان یې لېږدول، نه ده پرېښودل شوې چې ټایلنډ ته ځان ورسوي.
په بېړۍ کې ناستو کسانو بي بي سي ته ویلي چې د بېړۍ کارکوونکو د کشتۍ انجن مړ کړی او هغوي یې پرېیښي.


دغو کډوالو ویلي چې تراوسه د دوی لس کسان مړه شوي او دوی یې مړي اوبو ته غورځولي دي.
اندونیزیا، مالیزیا او ټایلنډ د کډوالو بېړۍ خپلو هېوادونو ته نه ورپرېږدي.
ویل کېږي چې په زرګونو کسان د ټایلنډ او مالیزیا د سمندرونو له غاړو په لرو اوبو کې په کښتیو کې ایسار پاتې دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
په دغو کې ډېري یې د روهینګیا مسلمانان دي چې بېرته برما یا میانمار ته نه شي ستنېدای. دغه مسلمانان په خپل هېواد کې وکړي نه پېژندل کېږي او په دوامداره توګه ځورول کېږي.
د بي بي سي خبریال جاتاتن هېډ د ټایلنډ سویل لور ته په سمندر کې د دغې اېسارې پاتې بېړۍ څنګ ته دی او وایي چې په داسې وضعیت کې کډوال ډېر بې وسې ښکاري.
ښاغلی هېډ وايي " خلک پر موږ د مرستې غږ کوي، ډوډۍ او اوبه غواړي. په بېړۍ کې ډېرې ښځې او ماشومان هم شته. دا بېړۍ چې ډېره زړه ده له خلکو ډکه ده.

د عکس سرچینه، BBC World Service
موږ کتلای شو چې خلک په رښتیا له بوتلونو خپلې متیازې څښي. موږ هغوی ته د اوبو بوتلونه ورواچول. موږ چې څه په خپلې کښتۍ کې درلودل ورمو کړل".
ښاغلی هېډ وايي په داسې حال کې چې هوا ډېره ګرمه ده کډوالو کمبلې سره تړلي چې پر دوی سوری وکړي.
د چهارشنبې په ورځ ټایلنډي کب-نیوونکو بېړیو دغه کډوال لېږدوونکې بېړۍ په اوبو کې وموندله او د مالیزیا اوبو ته یې پورې وهله.

د عکس سرچینه، BBC World Service
دا بېړۍ بېرته د ټایلڼد تر اوبو کش شوله او د بي بي سي خبریال وايي اوس د ټایلنډ سمندري ځواک ته په تمه ده.
دغه کډوال چې پکې ۵۰ ښځې او ۸۴ ماشومان دي، د دوو میاشتو لپاره په سمندر کې ول خو وضعیت هغه مهال ډېر کړکېچن شو چې د کښتۍ کارکوونکو انجن مړ کړ او دوی يې په سمندر کې پرېښودل.








