د اندونيزيا په اوبو کې ۶۰۰ کسان ژغورل شوي

د عکس سرچینه، AFP
شاوخوا ۶۰۰ کسان چې باور کيږي د ميانمار روهينګا مسلمانان او د بنګله دېش وګړي دي د اندونيزيا په اوبو کې په بېړيو کې ژغورل شوي دي.
لږترلږه دوه بېړۍ چې ښځې او ماشومان يې لېږدول د يکشنبې پر ورځ د آچې په ولايت کې د ځايي کب نيونکو له لوري ژغورل شوي دي.
په وروستيو کلونو کې سلګونه زره کسان له برما نه د ځورولو له امله د تايلنډ او ځينې يې د سمندر له لارې تښتېدلي دي.
اندونيزيايي چارواکي او مرستندويه ادارې په دې اند دي چې د ژغورنې ډلې به تر يوې اوونۍ په سمندر کې وي.
د کډوالو نړیوالې ادارې يو مسوول سټيو هيملټن ويلي دغو ۶۰۰ کسانو ماليزيا ته د رسېدو هڅه کوله.
ده وويل فکر کيږي چې د يکشنبې پر ورځ ټولې څلور کښتۍ سمندرغاړو ته رسېدلې دي.
دی وايي: ''خلکو فکر کاوه چې دوی ماليزيا ته رسېدلي، دوی بېرته راګرځول شوي وو او په اندونيزيا کې وو. قاچاق کوونکو دوی دغلته پرېښي وو''.
د آچې ولايت د ژغورنې مشر بودياوان د يکشنبې پر ورځ د فرانسې خبري اژانس ته ويلي: ''موږ د کب نيوکو له لوري سهار مهال يو راپور ترلاسه کړ. دغه راپور په کښتيو کې د ايسارو خلکو په اړه و''.

د عکس سرچینه، AFP Getty Images
دی زياتوي: ''موږ سيمې ته د ژغورنې ډلې واستولې او ۴۶۹ کسان چې د ميانمار روهينګا او د بنګله دېش وګړي وو وژغورل. دوی اوس ټول خوندي دي''.
چارواکي وايي د ژغورل شويو پناه غوښتونکو شاوخوا ۵۰ تنه يې روغتون ته استول شوي دي.
دوی وايي د دغو کسانو ډېری له لوږې سره مخامخ وو او ځينو يې خپل وزن له لاسه ورکړی دی.
يوه کډوال راشد احمد اسوشيټېډ پرس خبري اژانس ته ويلي، دی د برما د روهينګا قبيلې څخه دی او درې مياشتې وړاندې له خپل زوی سره يو ځای له ميانمار نه راوتلی دی.
ده ويلي: ''موږ د خوړلو لپاره هيڅ هم نه لرل. بس يوازې دعاوې مو کولې''.
په وروستيو کلونو کې زيات شمېر کسان له برما نه د فرقه يي تاوتريخوالي په پايله کې تېښتې ته اړ شوي دي.








