مدیترانې سمندرګي کې د کښتۍ ډوبېدو "لسګونه کډوال" وژلي

په دې وروستیو اوونیو کې د هغو کډوالو شمېر ډېر شوی چې هڅه کوي د مدیترانې له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي.
د عکس تشریح، په دې وروستیو اوونیو کې د هغو کډوالو شمېر ډېر شوی چې هڅه کوي د مدیترانې له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي.

د (سیف د چلډرن) په نامه مرستندویه اداره وايي لسګونه کډوال هغه مهال ووژل شول چې یوه کښتۍ چې ۱۳۷ کسان په کې سپاره وو د مدیترانې په سمندرګي کې ډوبه شوه.

دغې مرستندویه ادارې د ژوندي پاتې شویو کډوالو له خولې ویلي، داسې مهال چې یوه ژغورونکې بېړۍ پر لاره وه، شاوخوا ۴۰ کسان سمندرګي ته وغورځېدل.

ژغورل شوي کسان د سې شنبې پر ورځ د ایټالیې کتانیا ښار ته ورسېدل.

سږ کال لږترلږه ۱۷۵۰ کسان د مدیترانې سمندرګي نه د پورې وتو په هڅه کې وژل شوي، چې دا د ۲۰۱۴ کال تر همدې مودې د مړینو ۲۰ برابره دی.

د کتانیا په ښار کې د (سیف د چلډرن) ادارې استازې (ګیوانا ډي بېنېډېټو) وویل، باور دی د کښتۍ ډوبېدو وروستۍ پېښه د یکشنبې پر ورځ رامنځ ته شوې وي خو شمېرې لا کره نه دي.

اغلې بېنېډېټو د ای ایف پي خبري اژانس ته وویل: "ژغورول شویو کسانو وویل په کښتۍ کې ۱۳۷ کسان سپاره وو چې ډوبه شوه. ځینو ویل ډېر کسان ووژل شول ځینو نورو بیا د مړو شمېر شاخوا ۴۰ ښودلی".

مرستندویه ادارې زیاته کړه، وروسته بیا په یوه بله کښتۍ کې تقریبا ۱۰۰ کسان وموندل شول خو په دغه کښتۍ کې د چا د وژل کېدو راپور نه دی ورکړل شوی.

په دې وروستیو اوونیو کې د هغو کډوالو شمېر ډېر شوی چې هڅه کوي د مدیترانې له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي، په داسې حال کې چې قاچاقچیان له مناسبې هوا ګټه پورته کوي.

ژغورل شوي کسان وايي ډېری ک سان ځکه ډوب شول چې لامبو یې نه شوای کولی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، ژغورل شوي کسان وايي ډېری ک سان ځکه ډوب شول چې لامبو یې نه شوای کولی.

د ایټالیا ساحلي ګارد وايي په تېرو دریو ورځو کې شاوخوا ۷۰۰۰ کسان ژغورل شوي او لس مړي موندل شوي دي.

ایټالوي او فرانسوي بېړیو د لږترلږه ۱۷ مختلفو عملیاتو په ترڅ کې له لرګینو او ربړي کښتیو کسان ژغورلي.

په ورته وخت کې د رویټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې د سې شنبې پر ورځ د ترکیې ساحلي ګارد د دوی په وینا په تېره اوونې کې له ایجین سمندرګي څه دپاسه ۶۰۰ کسان ژغورلي دي.

په ژغورلو شویو کې ۴۰۰ هغه سړي، ښځې او ماشومان هم شامل دي چې له سوریې تښتېدلي وو، پاتې یې له عراق، افغانستان، میانمر (یا برما) او بېلا بېلو افریقايي هېوادونو راغلي دي.

وروستۍ مړینې داسې مهال رامنځ ته کېږي چې ټاکل شوې د ۲۶ اورپايي هېوادونو د سمندري چارو مشران په ایټالیا کې د کډوالو پر ستونزې خبرې وکړي.

د اروپايي اتحادیې هېوادونو تېره اوونۍ هوکړه وکړه چې د ژغورنې عملیاتو لپاره بودیجه درې برابره، د کښتیو شمېر زیات او په دې موخه له الوتکو هم کار واخلي او داسې لارې چارې هم ولټوي چې له مخې یې دوی وکولی شي د قاچاقچیانو پر کښتیو هوايي بریدونه وکړي.