اروپايي ټولنه د کډوالو د ژغورلو لپاره بودیجه ۳ برابره زیاتوي

د عکس سرچینه، AP
د اروپايي ټولنې مشرانو هوکړه کړې، چې په مدیترانې سمندرګي کې به له شمالي افریقا نه د راتلونکو کډوالو د لټون او ژغورنې لپاره ځانګړې بودیجه درې برابره زیاته کړي.
په بروکسېل کې له بېړنیو خبرو اترو وروسته دغو مشرانو داسې ګامونه هم تایید کړل، چې په مټ به یې د انساني قاچاقوړونکو لخوا کارېدونکې کښتۍ له نیول کېدو وروسته له منځه وړل کېږي.
ګڼو اروپايي هېوادونو د دې چارې لپاره د بیړیو، چورلکو او ځواکونو د استولو وړاندیز کړی دی.
د اروپايي شورا مشر ډونالد ټسک یوې خبرې غونډې ته وویل، چې د کډوالو دغه پراخ بهیر باید کابو شي.
دا غونډه وروسته له هغې جوړه شوه، چې څو ورځې وړاندې په دغه سمندر کې اته سوه تنه کډوال د بیړیو د ډوبېدو په پېښو کې ووژل شول.
د ایتالیا پولیسو ویلي و، د دغې بېړۍ دوه تنه کار کوونکي يې نیولي چې ګومان کېږي د انسانانو په قاچاق کې یې لاس درلود.
په نیول شویو کسانو کې یو تن د تونس اوسېدونکی دی چې ګومان کېږي د بېړۍ کپتان دی.
دغه دوه کسان په داسې حال کې نیول شوي، چې ژغورل شوي کسان د ایټالیا ژغورنکې بیړۍ په سسلي کې د کاتانیا ښار ته لېږدول.
له لیبیا نه په لاره اروپا خوا ته د کډوالو دغه بېړۍ روانه وه چې ډوبه شوه.








