ملاله یوسفزۍ: نړیواله ټولنه دې روهینګیا مسلمانان وژغوري

ر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ملاله یوسفزۍ د پښتونخوا سوات کې زېږېدلې ده.

د نوبل جایزه ګټونکې پښتنه ملاله یوسفزۍ وايي، نړیواله ټولنه دې میانمار کې د مسلمان ژغورنې لپاره لاس په کار شي.

هغې له بي بي سي سره په خبرو کې وویل:

"موږ چوپ پاتېدلی نه شو، د بې کوره شویو شمېر اوس لکونو ته رسېږي".

هغې د میانمیار پر مشرې انګ سان سوچي غږ وکړ چې د روهینګیا لپاره غږ پورته کړي.

ملاله به ډېر ژر د برتانیا اکسفورډ پوهنتون کې زدکړې پیل کړي.

هغې په اکسفورډ کې د خبرو پر مهال په میانمار کې د تاوتریخوالي د خمتولو لپاره د نړیوالې ټولنې غبرګون او ملاتړ وغوښت.

"زما په اند موږ د یوې ثانیې لپاره هم دا تصور نشو کولی چې که ستاسو د وګړتوب یا هېواد کې د اوسېدلو حق یو مخ درنه واخیستل شي، نو څه به کېږي".

پر حکومتونو غږ

ر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په وروستیو کې په زرګونو روهینګیا مسلمانان بنګله دېش ته تښتېدلي دي.

د ملاله یوسفزۍ په خبره، له روهینګیا سره روان تاوتریخوالی د انساني حقونو مسله ده، حکومتونه باید غبرګون وښيي:

"خلک بې کوره کېږي، له تاوتریخوالي سره مخ دي. ماشومان بې زدکړو کېږي، هغوی لومړني انساني حقونه هم نه لري".

هغې پر انګ سان سوچي غږ وکړ چې د روهینګیا مسلمانانو د ژغورلو لپاره لاس په کار شي.

"باید له خوب ویښ شو، دغه وضعیت ته غبرګون وښییو، هیله ده انګ سان سوچي هم ګام پورته کړي".

انګ سان سوچي هم د ملاله یوسفزۍ په څېر نوبل جایزه ګټلې او د میانمار مشري یې په لاس کې ده.

په دغه هېواد کې له روهینګیا مسلمانانو سره د زور زیاتي له امله نوموړې په دې وروستیو کې له سختو نیوکو سره مخ ده.

له دې مخکې د نوبل جایزې ایرانۍ ګټونکې شیرین عبادي هم له بي بي سي سره خبرو کې د روهینګیا مسلمانانو په تړاو د انګ سان سوچي پر چوپتیا خواشیني وښوده.

د انګ سان سوچي غبرګون

ر

د عکس سرچینه، PA/Getty

د عکس تشریح، انګ سان سوچي هم د نوبل جایزه ګټلې او په دې وروستیو کې له سختو نیوکو سره مخ ده.

خو انګ سان سوچي په رسنیو تور پورې کوي چې د روهینګیا مسلمانانو د وژلو او ځورولو په هکله ناسم رپوټونه خپروي.

هغه زیاتوي چې حکومت یې د ټولو وګړو ساتنه کوي.

خو د میانمار حکومت روهینګیا لږکي - چې مسلمانان دي- خپل وګړي نه بولي.

تېرو دوو اونیو کې نږدې ۱۶۴ زره روهینګیا مسلمانان د میانیمار په سوېل کې له راخین ولایت بنګله دېش ته کډه شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، میانمار کې له تاوتریخوالي د بې ځایه شویو روهینګیا مسلمانانو شمېر ممکن تر درې لکو پورته شي.

د میانمار امنیتي ځواکونو او توکمپالو ډلو په سلګونو روهینګیایان وژلي او کورونه یې ترې سوځولي دي.

دا تاوتریخوالی هغه وخت زیات شو چې د روهینګیا مسلمانانو یوې وسلوالې ډلې د اګسټ پر ۲۵ د پولیسو پر څو پوستو برید وکړ.

د بي بي سي خبریان جنتن هېډ چې میانمار ته تللی پخپله یې د توندلارو بودایانو په لاس د مسلمانانو د کلي سوځېدل لیدلي دي.

ملاله یوسفزۍ څوک ده؟

ر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ملاله یوسفزۍ به ډېر ژر اکسفورډ کې زدکړې پیل کړي.

ملاله یوسفزۍ د ۱۹۹۷ کال د جولای په ۱۲مه د پښتونخوا په سوات دره کې زېږېدلې.

په ۲۰۱۲ کال کې د طالبانو په ډزو تر ټپي کېدو وروسته د درملنې لپاره برتانیا ته ولېږدوله شوه.

له جوړېدلو وروسته په ټوله نړۍ کې نجونو د تعلیم لپاره د هڅو سمبو او مدافع وګرځېده.

په ۲۰۱۳ کال کې ملالې او د هغې پلار ضیاؤ الدین یوسفزي په نجونو کې د پوهاوي رامنځته کولو لپاره د ملالې بنسټ جوړ کړ.

د نوبل جایزې ګټونکو په ډله کې ملاله یوسفزۍ ترټولو کم عمره وه چې د ۲۰۱۴ کال په ډسمبر کې یې دغه جایزه خپله کړه.

ملاله یوسفزۍ تېر اګسټ کې د برتانیا اکسفورډ پوهنتون کې زدکړو ته لار پیدا کړه.

۲۰ کلنه ملاله یوسفزۍ ډېر ژر اکسفورډ پوهنتون کې زدکړې پیلوي.

له اکسفورډ فارغ شوي ځینې کسان په نوبل نازول شوي، خو ملاله داسې څوک ده چې دې ادارې ته له تللو مخکې د نوبل ویاړ لري.