لسګونه زره روهېنجا مسلمانان کډوال شوي
په بنګله دېش کې زرګونه هغه روهېنجا مسلمانان چې، په میانمار کې له جګړو تښتېدلي دي، لوی اختر لمانځي. د ملګرو ملتونو د ګډوالو اداره وايي، نژدې ۶۰ زره روهېنجا مسلمانان د میانمار په شمال کې له رکاېین ایالته تښتېدلي دي او بنګله دېش ته اوښتي دي. فکر کېږي، شل زره نور یې - د ناف سیند پر غاړه - ایسار دي. ملګري ملتونه وايي په دې جګړو کې نژدې ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.