په مالیزیا کې پولیس وايي له برما څخه د روهنګیا قوم شاوخوا ۴۵۰ تنه وګړي په بېړۍ کې تر دوو اونیو سفر وروسته د لنګ کاوي ټاپو ته رسېدلي دي.
راپورونه وايي یو کډوال چې غوښتل یې ساحل ته ځان وباسي په سمندر کې ډوب شوی دی.
په پام کې ده دغه کډوال چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، د کډوالو ساتلو یوه مرکز ته ولېږدول شي.
د روهنګیا قوم زیاتره وګړي په برما کې د تاوتریخوالي او توکمیز چلند له امله تښتي.
د ملګرو ملتونو دکډوالو اداره وايي په مالیزیا کې د روهنګیا قوم شاوخوا ۲۵ زره کډوال د دوی له خوا راجستر شوي دي.












