ملګري ملتونه: په میانمار کې دې د ټول وژنې پلټنه وشي

میانمار

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو رپوټ له قربانیانو سره د مرکو پر اساس جوړ شوی

ملګرو ملتونو په یوه تازه رپوټ کې ویلي، د میانمار په راخین ایالت کې د روهینګیا مسلمانانو د ټول وژنې په اړه دې د دې هېواد له پوځي چارواکو پلټنې وشي.

په رپوټ کې د میانمار پر چارواکو سختې نیوکې شوي او ټینګار شوی چې په راخین ایالت کې د بشر ضد جرمونه باید په سمه توګه وپلتل شي.

دا رپوټ له سلګونو روهینګیا مسلمانانو سره د مرکو پر اساس چمتو شوی دی.

رپوټ وایي، د میانمار پوځ د احتمالي ګواښونو په ځواب کې داسې تکتیکونه کارولي چې اړتیا ورته نه وه.

په تېرو ۱۲ میاشتو کې کابو ۷۰۰ زره روهینګیا مسلمانان د تاوتریخوالي له کبله له میانماره تښتېدلي دي.

د ملګرو ملتونو وروستی رپوټ د میانمار د پوځ د شپږو جګپوړو چارواکو نومونه اخلي، او د هغوی د محاکمې غوښتنه هم کوي.

میانمار

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په رپوټ کې د میانمار پر پوځ سخت تورونه لګول شوي

رپوټ همدا رنګه د میانمار پروتلې سیاست والې او د سولې نوبل جایزې ګټونکې ان سون سوچي نیوکه کوي چې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې پاتې راغلې ده.

رپوټ وایي، په دې هېواد کې د روهینګیا مسلمانانو د ټول وژنې قضیه باید د جرمونو نړیوالې محکمې ته وړاندې شي.

د میانمار حکومت بیا بیا ټینګار کوي چې دوی یوازې د هغو وسله والو ډلو ر ضد پوځي عملیات کوي چې حکومت او خلکو ته ګواښ پېښوي.

خو د ملګرو ملتونو رپوټ وایي، د میانمار پوځ له بشري حقونو دومره جدي سرغړونې کړي چې سترګې پرې نشي پټېدلی.

رپوټ وایي، د پوځي عملیاتو مطلب دا نشي کېدلی چې خلک دې برته له پلټنو او محکمې ووژل شي، پر ښځو دې په ډله ییزه توګه جنسي تېری وشي، ماشومان دې وځورول شي او کلیو ته دې اور واچول شي.

ملګري ملتونه وایي، د دې رپوټ لپاره یې په میانمار کې د ننه قربانیانو ته لاس رسی نه درلود، خو له هغو خلکو سره یې مرکې کړي چې تاوتریخوالی یې په خپلو سترګو لیدلی. دوی همدا رنګه د رپوټ لپاره له فضا اخیستل شوي انځورونه او ویدیو کلپونه هم کارولي دي.

ټول وژنه د یو هېواد د حکومت پر ضد تر ټولو جدي تور دی، او د ملګرو ملتونو پلټونکي په ډېرو جدي شرایطو کې پر یوه حکومت دا ډول تور لګوي.