د میانمار ټولوژنې رپوټ کوونکي خبریالان خوشي شول

Wa Lone poses with wife Pan Ei Mon and daughter, along with Reuters reporter Kyaw Soe Oo carrying his daughter next to wife Chit Su Win,

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دواړه خبریالان مېرمنې او واړه بچیان لري. د وا لون مېرمن د هغه له نیولو وروسته پوه شوه چې بچی یې په نس دی. وا لون یوازې څو ځله خپله وړه لورکۍ ولیدای شوه.

د میانمار د ولسمشرۍ ماڼۍ د بښنې له مخې، د رویټرز خبري اژانس دوه خبریالان، وا لون او کیاو سو وو چې د وژل شویو مسلمانانو قضیه یې څېړله، تر څّه باندې ۵۰۰ ورځې زندان وروسته خوشي شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس دوه خبریالان چې میانمار کې یې د وژل شویو مسلمانانو قضیه څېړله او وروسته حکومت زنداني کړي وو، خوشي شول.

۳۳ کلن وا لون او ۲۹کلن کیاو سو وو، د ولسمشر له بخنې وروسته خوشي شول. دوی څه باندې ۵۰۰ ورځې زندان کې تېرې کړې.

دوی په تېر سیپتمبر میاشت کې د رسمي برخورد قانون له مخې په اووه کاله زندان محکوم شوي وو.

پېښې ته خلکو د بیان پر ازادۍ د برید په سترګه وکتل او میانمار کي یې د دیموکراسۍ په اړه پوښتنې راپارولې.

له زندانه د راوتلو په وخت وا لون د بي بي سي خبریال نیک بېک ته وویل دی به هېڅکله له خبریالۍ لاس وانخلي.

هغه خبریالانو ته وویل: "زه خوښ یم چې بیا خپله کورنۍ اوخپل همکاران وینم."

دواړه خبریالان مېرمنې او واړه بچیان لري. د وا لون مېرمن د هغه له نیولو وروسته پوه شوه چې بچی یې په نس دی. وا لون یوازې څو ځله خپله وړه لورکۍ ولیدای شوه.

دا هغه کسان دي چې رویټرز خبري اژانس یې د وژل کېدو قضیه څېړله

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دا هغه کسان دي چې رویټرز خبري اژانس یې د وژل کېدو قضیه څېړله

خبریالان له هغو زرګونو نورو بندیانو سره یوځای د بښنې د بهیر له لارې خوشي کړل شول چې هر کال د میانمار د نوي کال په مراسمو کې ترسره کېږي.

د رویټرز خبري اژانس مشر وویل، دغه خبریالان چې تېره میاشت د پولیتزر معتبره جایزه هم ګټلې وه، د بیان د ازادۍ په "سمبول" بدل شوي.

ښاغلي سټیفن ادلر په یوه خبرپاڼه کې وویل: "موږ بې حده خوښ یو چې میانمار زموږ زړور خبریالان خوشي کړل."