د میانمار ټولوژنې رپوټ کوونکي خبریالان خوشي شول

د میانمار د ولسمشرۍ ماڼۍ د بښنې له مخې، د رویټرز خبري اژانس دوه خبریالان، وا لون او کیاو سو وو چې د وژل شویو مسلمانانو قضیه یې څېړله، تر څّه باندې ۵۰۰ ورځې زندان وروسته خوشي شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس دوه خبریالان چې میانمار کې یې د وژل شویو مسلمانانو قضیه څېړله او وروسته حکومت زنداني کړي وو، خوشي شول.

۳۳ کلن وا لون او ۲۹کلن کیاو سو وو، د ولسمشر له بخنې وروسته خوشي شول. دوی څه باندې ۵۰۰ ورځې زندان کې تېرې کړې.

دوی په تېر سیپتمبر میاشت کې د رسمي برخورد قانون له مخې په اووه کاله زندان محکوم شوي وو.

پېښې ته خلکو د بیان پر ازادۍ د برید په سترګه وکتل او میانمار کي یې د دیموکراسۍ په اړه پوښتنې راپارولې.

له زندانه د راوتلو په وخت وا لون د بي بي سي خبریال نیک بېک ته وویل دی به هېڅکله له خبریالۍ لاس وانخلي.

هغه خبریالانو ته وویل: "زه خوښ یم چې بیا خپله کورنۍ اوخپل همکاران وینم."

دواړه خبریالان مېرمنې او واړه بچیان لري. د وا لون مېرمن د هغه له نیولو وروسته پوه شوه چې بچی یې په نس دی. وا لون یوازې څو ځله خپله وړه لورکۍ ولیدای شوه.

خبریالان له هغو زرګونو نورو بندیانو سره یوځای د بښنې د بهیر له لارې خوشي کړل شول چې هر کال د میانمار د نوي کال په مراسمو کې ترسره کېږي.

د رویټرز خبري اژانس مشر وویل، دغه خبریالان چې تېره میاشت د پولیتزر معتبره جایزه هم ګټلې وه، د بیان د ازادۍ په "سمبول" بدل شوي.

ښاغلي سټیفن ادلر په یوه خبرپاڼه کې وویل: "موږ بې حده خوښ یو چې میانمار زموږ زړور خبریالان خوشي کړل."