تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فېسبوک د میانمار د پوځي مشرانو حسابونه بند کړل
د میانمار یا برما د پوځ لوی درستیز په ګډون یو شمېر لوړپوړي پوځي چارواکي له دې وروسته فیسبوک ګڼون یا اکاونټ نشي لرلی.
فېسبوک له هغه وروسته د دوی اکاونټونه بند کړل چې ملګرو ملتو یوه رپوټ کې د میانمار له څو مشرانو د پوښتنو ګروېږنو او قانوني تعقیب غوښتنه وکړه.
ملګرو ملتونو پر دې کسانو تور لګولی چې د میانمار د لږکیو مسلمانانو روهینګیا پرضد تاوتریخوالي او په توکمپاکونه او ټول وژنه کې رول لري.
دا لومړی ځل دی چې فېسبوک د یو هېواد د پوځي یا سیاسي مشر اکاونټ بندوي.
په ټول کې فېسبوک د میانمار اړوند اتلس حسابونه او ۵۲ پاڼې یا پېجونه بند کړي دي.
همدا رنګه د انسټاګرام یو اکاونټ هم بند شوی چې د فېسبوک اړوند و.
تر نږدې ۱۲ میلیونه کارنو دا حسابونه څارل.
فیسبوک په میانمار کې یوه تر ټولو لویه خواله رسنۍ ده او په دغه هېواد کې تر اتلس میلیونو ډېر کارن لري.
د ملګرو ملتونو رپوټ کې دا هم ویل شوي چې میانمار کې "فېسبوک انټرنېټ دی"، خو "هغو کسانو ته په ښه وسیله بدل شوی چې کرکه او نفرت خپرول غواړي".
د ملګرو ملتونو رپوټ کې څه دي؟
د ملګرو ملتونو دا وروستی رپوټ میانمار کې د روهینګیا خلاف عملیاتو د غندلو لپاره تر ټولو جدي څرګندونې لري.
د روهینګیا مسلمانانو پرضد تېر کال له هغه وروسته عملیات پیل شول چې رخاین ایالت کې وسله والو د پولیسو پر پوستو برید وکړ.
خو د پوځ عملیاتو کې په زرګونو کسان ووژل او تر اوو لکو ډېر روهینګیایان ګاونډي بنګلدېش ته کډه شول.
د پوځ عملیاتو کې له بشري حقونو د سرغړونې، قصدي وژنو، جنسي تېریو او جایدادنو سوځولو پراخې ادعاوې هم شوې دي.
په رپوټ کې د میانمار د پوځ د مشر مېن اون هېنګ په ګډون د شپږو لوړپوړو پوځي چارواکو نومونه اخیستل شوي او غوښتنه شوې چې د روهینګیا د توکم پاکونې او ډلوژنې له امله باید وپوښتل شي.
دا غوښتنه هم شوې چې د دوی دوسیه باید نړیوالې جنايي محکمې ته وړاندې شي.
د ملګرو ملتونو رپوټ له وروستي کړکېچ څو میاشتې مخکې پیل شوی و.
رپوټ کې د روهینګیا مسلمانانو سره تاوتریخوالی د تېرو څو لسیزو بوږنوونکی ناورین بلل شوی دی.