تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د روهینګیا دوښمن بودايي راهب؛ ځان "بن لادن" بولي
میانمار( برما) کې د روهینګیا کشاله یو ځل بیا سرټکی شوې ده. د روهینګیا کډوالو په هکله د میانمار د ګاونډیانو دریځ هم جلا جلا دی.
که له برما د وتونکو روهینګیا پر مخ هند ور تړلی، بنګله دېش دوی ته د پنا ور کولو وړاندیز کړی دی.
لومړی وزیر نرېندر مودي میانما رته تللی او ویل کېږي چې پر روهینګیا مسلمانانو به هم له کوربنو سره خبرې وکړي.
له دې هرڅه سره سره د میانمار توندلاری بودايي راهب اشین ورات یو ځل بیا د روهینګیا مسلمانانو خلاف روان تاوتریخوالي کې د خبرونو سرټکی دی.
د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې په اندونیزیا کې د میانمار سفارت بهر د روهینګیایانو په ملاتړ لاریون روان دی.
د سفارت مخ ته لاریونوالو په لاسونو کې د اشین ورات انځورونه نیولي چې پر لیکلي"ترهګر"
د میانمار توندلاری بودايي راهب اشین ورات له تاوتریخجنو ویناوو پېژندل کېږي او پر هغه تور دی چې خپلو ویناوو کې د لږکیو مسلمانانو پرضد حالت جوړوي.
۲۰۱۵ کال جنورۍ کې هم اشین ورات په میانمار کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې یاګي لي ته "سپۍ" او "رنډۍ"(فاحشه) ویلې وه، چې په دې خبره ځینې کړۍ هم ترې خپه شوې.
د جنجال ځاله اشین
یوه لسیزه مخکې دغه بود راهب کمو خلکو پېژاند.
۱۹۶۸ کال کې زېږېدلي اشین ورات په ۱۴ کلنۍ کې ښوونځی پرېښود او د راهبۍ ژوند یې غوره کړ.
خلکو ورات هغه مهال وپېژند چې پر ۲۰۰۱ کال له ملتپالو او اسلام ضد ډلې" ۹۶۹" سره یو ځای شو.
میانمار کې دا ډله توندلارې بلل کېږي، خو ملاتړي یې دا تورونه ردوي.
۲۰۰۳ کال کې هغه ته د ۲۵ کاله بند سزا واورول شوه، خو ۲۰۱۰ کال له نورو سیاسي بندیانو سره خوشی شو.
خواله رسنیو کې کارند
د میانمار حکومت چې کله قانون نرم کړ، دی په خواله رسنیو کې کارند (فعال) شو.
په یوټیوب او فیسبوک کې یې خپل پیغامونه خپرول پیل کړل.
فیسبوک کې دمګړۍ ۴۵ زره څارونکي لري.
۲۰۱۲ کال کې چې کله رخاین ولایت کې روهینګیا مسلمانانو او د بود پلیونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شو، نو ورات جنجال جوړوونکو ویناوو سره د ډېرو بودایانو زړونه خپل کړل.
هر کار له ملتپالنې وکړئ
د هغه وینا په ځانګړي انداز پیل شوې وه:
"تاسو چې هرڅه کوئ، د یو ملتپال په توګه یې وکړئ، دا ویناوې پرلیکه(انلاین) کړئ او خورا ډېرې یې شریک کړئ".
کله چې ورات وپوښتل شو چې ایا هغه د میانمار بن لادن دی، نو ځواب کې یې وویل، له دې نټه(انکار) نشي کولی.
په ځینې رپوټونو کې هغه دا هم ویلي چې د امن لپاره کار کوي.
څه غواړي؟
د ۲۰۱۳ جولای کې ټایم مجلې د هغه ژوندلیک چاپ کړ چې سرلیک یې و، "د بود ترهګرۍ څېره؟"
د هغه ویناوې د مسلمانانو په تېره د روهنګیاوالو پرضد وي.
ورات د داسې مظاهرو مشري کوي چې پکې کوم بل هېواد ته د روهینګیا مسلمانانو د لېږلو غوښتنه کېږي.
د نښتو لامل مسلمانان بولي او دعوه کوي چې بودايي مېرمنې په زور له خپل دین اړوي.
نوموړی له بودايي مېرمنو پرته د نورو مذهبونو له خلکو سره د واده کولو لپاره د حکومتي اجازې مخالف دی او د دغه قانون د له منځه وړونکو مشري کوي.
دا ویل مشکل دي چې د میانمار د بودايي راهبانو ټولنې څومره ملاتړ لري، ځکه د هغه خلاف هم غږ پورته کېږي.
د خلکو وېره
ډېر خلک له دې خبرې وېرېږي چې ورات بهر کې د میانمار د بود ټولنې څېره جوړه شوې ده.
ډېر خلک په دې اند هم دي چې حکومت د دې لپاره ورات زغمي چې په خلکو کې منلی دی، په تېره د روهینګیا مسلمانانو پرضد د دریځ له امله.
د مذهبي چارو وزارت وايي، د ورات پرضد به تر هغه ګام نه پورته کوي چې شکایت ترې شوی نه وي.
ورات د ښځو خلاف فکر له امله هم پېژندل کېږي، پر نوموړي د داسې قانون د مدافع وکیل تور لګېږي چې د ښځو خلاف بلل کېږي.