بنګله دېش: لسګونه زره روهېنګیا کډوالو احتجاج کړی

د عکس سرچینه، AFP
د یکشنبې پر ورځ بنګله دېش کې لسګونه زره روهېنګیا کډوالو د خپلې کډوالۍ دوه کلونو بښپړېدو سره هممهاله احتجاج کړی دی. ۲۰۱۷ کال کې د بنګله دېش له ګاونډي میانماره نژدې ۷۵۰ زره روهېنګیا مسلمانان بنګله دېش ته کډوال شول.
د پنجشنبې پر ورځ بنګله دېش چارواکو په خپله خوښه میانمار ته د دې کډوالو د ستنېدو لپاره یو پلان اعلان کړ، خو هېڅ یو کډوال هم نه دی ستون شوی.
دوی له میانمار حکومته غواړي چې له ستنېدو مخکې د هغه هېواد تابعیت ورکړل شي. روهېنګیا د میانمار په راکهاین ایالت کې مېشت مسلمان لږکۍ دي، چې خپل ځانګړی کلتور او ژبه لري، خو سره له دې چې څو نسلونو یې په میانمار کې ژوند کړی، د هغه هېواد تبعه نه بلل کېږي او نه هم په سرشمېرنه کې حسابېږي.
میانمار حکومت دغه مسلمان لږکۍ له بنګله دېشه ورغلي کډوال بولي.
د ۲۰۱۷ کال د اګست پر ۲۵ یو شمېر روهېنګیا وسله والو د میانمار پولیسو پر لسګونو پوستو برید وکړ او یو شمېر پولیس یې ووژل.
په ځواب کې د دغه هېواد پوځ په ظاهره د وسله والو نیولو لپاره پوځي عملیات وکړل چې د ملګرو ملتونو رپوټونو له مخې پایله کې یې له یوې مخکې ځینې کلي وسوځول شول، ملکي کسان ووژل شول، پر ښځو جنسي تېري وشو. په دې پېښو کې د ځايي بودايي مذهبو کسانو ډلې هم شاملې وې.
اوس له چې له هغې ورځې دوه کاله تېر دي، نژدې یو میلیون کډوال د بنګله دېش کمپونو کې ژوند کوي، چې د بنګله دېش چاراکو په ونیا د دغه هېواد پر اقتصاد یو دروند بار دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سږ کال لومړیو کې بنګله دېش چارواکو وویل، نور کډوال نه مني او په خپله خوښه یې د کډوالو ستنېدو لپاره له میانمار سره یوه هوکړه وکړه، چې له مخې یې تر اوسه هیڅ یو کډوال نه دی ستون شوی.
میانمار چارواکي لا هم روهېنګیا مسلمانانو ته د تابعیت له ورکولو انکار کوي او د یوه کارت بدل کې یې کډوالو تګ راتګ ته د اجازې ورکول منلي دي، خو روهېنګیا کډوال وايي، دغه کارت اخیستل به د غیر قانوني کډوالو په څېر د دوی حیثیت د تل لپاره تثبیت کړي.








