د میانمار مشرې د ټولوژنې ادعاوې رد کړې

د عکس سرچینه، Reuters
د میانمار مشرې انګ سانسوچي د عدالت په نړیواله محکمه کې د ټولوژنې د ادعاوو په اړه د خپل هېواد دفاع کوي.
نوموړې په محکمه کې په خپلې پرانستوونکې وینا کې د میانمار پرضد دا دوسیه ''ناسمه او نابشپړه'' وبلله. هغې وویل په راکاين ایالت کې چې روهېنګیایان په کې اوسېږي د ستونزو مخینه څو پیړیو پخوا ته ورګرځي.
انګ سانسوچي چې د نوبل جایزه هم ورکړل شوې په میانمار کې د روهنګیايي مسلمانانو د ټولوژنې په اړه ادعاوو ته ځواب وايي.
خو په ۲۰۱۷ کال کې چې کله د میانمار پوځ په راکاین ایالت کې د روهېنګیایانو پرضد پوځي عملیات وکړل، زرګونه تنه روهنګیا مسلمانان ووژل شول او له ۷۰۰ زرو ډېر ګاونډي هېواد بنګله دېش ته وتښتېدل.
د میانمار حکومت تل ټینګار کوي چې په راکاین ایالت کې له سخت دریځۍ سره مخامخ دي او اغلې سانسوچي هم په محکمه کې وویل چې د پولیسو پر پوستو له بریدونو وروسته دغه ''کورنی وسله وال '' تاوتریخوالی پیل شو.
هغې محکمې ته وویل تاوتریخوالی د هغو اورپکو له خوا پیل شوی و چې خپلواکي غواړي.
د اغلې سانسوچي په وینا که د میانمار پوځ جنګي جرمونه کړې وي ''نو محاکمه به شي ''.

د عکس سرچینه، EPA
د میانمار ملکي مشرې انګ سانسوچي زیاته کړه چې هېواد یې د هغو کسانو بېرته ستنېدو ته چمتو دی چې له راکاین ایالت نه بنګله دېش ته تللي دي.
هغې له محکمې نه وغوښتل، داسې هېڅ اقدام دې نه کوي چې په وینا یې کړکېچ لا ډېر کړي.
میانمار ولې په محکمه کې دی؟
د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې کې دوسیې باید د غړو هېوادونو له لورې ثبت شي.
د میانمار پرضد اوسنۍ دوسیه په لوېدیځه افریقا کې د کوچني مسلمان هېواد ګمبیا له خوا د ګڼو نورو مسلمانو هېوادونو په استازیتوب ثبت شوې ده.
د ګمبیا لوی څارنوال او د عدلیې وزیر ابوبکر ایم ټمباډو محکمې ته وویل ''موږ له محکمې نه غواړو میانمار ته ووايي چې بې مانا وژنې ودروي، له ظالمانه کړنو نه لاس واخلي چې په دومداره توګه مسلمانان ایښوي او د خپلو وګړو له ټولوژنې لاس په سر شي. ''
نوموړي د تېر اکتوبر په میاشت کې بي بي سي ته ویلي وو هېواد یې په دې برخه کې وروسته له هغه لاس په کار شو چې ده بنګله دېش ته سفر وکړ او هلته یې د روهېنګیا مسلمانانو په کمپونو کې د وژنو، جنسي تېریو او ربړونو کیسې واورېدې.
په اوسنۍ درې ورځنۍ محاکمه کې ګمبیا په هاګ کې د ملګرو ملتونو د عدالت له نړیوالې محکمې نه د روهنګیا مسلمانانو د خوندیتوب لپاره د موقتي اقداماتو غوښتنه کوي ځکه چې د ډله ییزې وژنې د ادعاوو په اړه وروستې پرېکړه ښايي کلونه وخت ونیسي.








