کرېکټ: افغانستان اماراتو ته په تمریناتي لوبه کې په ستر توپیر ماته ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ تمریناتي لوبه د افغان لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

د اماراتو لوبډلمشر د پچې تر ګټلو وروسته افغان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې د خپلو لسو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۴ منډې جوړې کړې.

د افغان لوبغاړو ترمنځ تر ټولو ډېرې بهیر شاه ۴۴ او ګلبدین نایب ۴۲ منډې وکړې. رحمت شاه په ۳۸ منډو وسوځېد.

د اماراتو لوبډلې وېکټې ژر ژر ولوېدې. د دوی نهه لوبغاړي نهه لوبغاړي هغه وسوځېدل چې یوازې ۶۶ منډې یې لرلې.

د اماراتو لوبډلې ترمنځ تر ټولو ډېرې منډې دهرو پرشار ۳۸وکړې، بل لوبغاړي محمد جوادالله ۲۴ منډې وکړې.

افغان لوبډله وتوانېده دا لوبه د ۱۰۹ منډو په توپیر وګټي.

یمین احمدزي د سیالې لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول. بلال سمیع او فرید احمد دوه دوه او ګلبدین نایب یوه وېکټ واخیسته.

دا لوبې رسمي نه، بلکې دوستانه دي، خو په راتلونکو لوبو کې د لوبغاړو په وړتیا او روحیې مثبتې اغېزې لرلای شي.

ټاکل شوې د عربي اماراتو له لوبډلې سره د افغان لوبډلې بله تمریني لوبه د چهارشنبې په ورځ ترسره شي.

تر هغه وروسته به درې رسمي شل اوریزې لوبې تر سره شي. د دغو سیالیو لپاره د ډیسمبر ۲۹، ۳۱ او د جنورۍ لومړۍ نېټې ټاکل شوې دي.