د کرېکټ نړیوال جام کې د افغانستان حیرانوونکې لوبې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, زویا متين
- دنده, بي بي سي، ډيلي
د کرېکټ په نړیوال روان جام کې د افغان لوبډلې لوبو او منډو پخوانۍ اتلې لوبډلې انګلنډ، پاکستان او شري لنکا مات کړي دي.
له اسټرالیا څخه د سه شنبې ورځې ماتې ښايي نیمه پای لوبې ته د دوی د تګ لار ستونزمنه کړې وي، خو د یوه جنګ ځپلي هېواد د لوبغاړو په زړه پورې لوبې چې حکومت یې لا څوک پر رسمیت نه پېژني، د کرېکټ نړۍ پام ځان ته ور اړولی او مینه والو ته یې خوښۍ ورکړې دي.
د سه شنبې په ورځ د ممبۍ په وانکهدي لوبغالي کې، افغانستان د یوه بل تاریخ جوړولو لپاره لپاره چمتو و.
په دغې پنځلس کسیزې لوبډلې کې ۱۱ لوبغاړي یې له ۲۵ کلونو ټیټ عمر لري. دوی یوازې خپل درېیم نړیوال جام لوبوي. اسټرالیا چې پنځه ځله یې نړیوال جام ګټلی، د افغان لوبډلې پر وړاندې یې خپل ۷ لوبغاړي هغه وخت له لاسه ورکړي وو، چې یوازې ۹۱ منډې یې درلودې او مورال یې سخت ورټیت کړی و.
خو وروسته د اسټرالیا توپ وهونکي ګلېن مکسویل په زړه پورې توپ وهنه وکړه تو د ۲۰۰ منډو په جوړولو سره یې خپله لوبډله بریا ته ورسول.
افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي له لوبې وروسته رسنیو ته وویل: "ریښتیا خپه شوی یم، کرېکټ یوه عجیبه لوبه ده، دا لوبه د باور وړ نه وه."
خو دا په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د افغانستان لپاره ستر پرمختګ دی، چې د لوبډلې او مینه والو ته یې د باور وړ نه دی.
تر دې وړاندې افغانستان په دوو نړیوالو جامونو کې یوازې یوه بریا خپله کړې وه، خو اوس یې څلور بریاوې ترلاسه کړې دي، لومړۍ یې د ټېر نړیوال جام اتلې انګلنډ او پخوانۍ اتلې لوبډلې پاکستان پر وړاندې ده.
د کرېکټ یو مشهور شنونکی او کارپوه سیدارت مونګا وايي: "د دوی پرمختګونه په زړه پورې دي. افغانستان په ۲۵ کلونو کې ډېر څه کړي دي، د غواروي له لیګونو یې لوبې پیل کړې او اوس د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ځان رسول غواړي، د نورو لوبډلو دې پړاو ته رسېدل په ۶۰-۷۰ کلونه وخت نیسي."
افغان لوبډله په خورا غیر عادي حالاتو کې خپلې لوبې کوي، هغه بیرغ چې دوی یې رپوي او هغه ملي سرود چې دوی یې غږوي د پخواني افغان جمهوریت دی، چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ړنګ شو.
خو طالبان دا لوبډله په رسمیت پېژني او د افغانستان کرېکټ بورډ هم دوی ته کریډیټ ورکوي.
د بورډ اجراییوي رییس نصیب خان بي بي سي ته ویلي، "هغوی(طالبانو) موږ ته خلاص لاس راکړی. تېر کال کله چې موږ له مالي ستونزو سره مخ وو، دوی موږ ته 1.2 ملیون ډالر راکړل."
د معجزې په شان لوبې

د عکس سرچینه، Getty Images
له ننګونو سره سره افغانستان په نړیوال جام کې د معجزې په شان لوبې وکړې. د بېلګې په توګه ۲۱ کلن ابراهیم ځدراڼ د هند کرېکټ پخواني ستوري سچن ټنډولکر سره تر خبرو څو ساعتونه وروسته، لومړنی افغان شو چې په نړیوال جام کې یې د افغانستان لپاره سلیزه ووهله او یا یې هم د تېر نړیوال جام اتله لوبډله نهیلې له ډګره وویستله.
د افغان لوبډلې پخوانی پخوانی لوبډلمشر ریس احمدزی چې اوس د لوبډلې مرستیال روزونکی دی وايي، دوی کولای شي په ښه ورځ هر هېواد ته ماتې ورکړي.
هغه بي بي سي ته وویل، " افغانان له خپلې لوبډلې سره خدايي مینه لري تقریباً او دا مینه ده چې له موږ سره ډېره مرسته کوي."
مونګا وايي، له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې افغانلوبډله یې جوړه شوه، افغانستان د توپ اچونې په برخه کې اغېزناکه ښکاري، چې کولی شي په بېلابېلو پړاوونو کې مخالفې لوبډلې را ایسارې کړي. خو اوسمهال د دوی تر ټولو لوی پرمختګ د دوی توپ وهنه ده.
د پاکستان پر وړاندې لوبه په پام کې ونیسئ، کله چې افغانستان د توپ وهنې په برخه کې د ۲۸۲ منډو هدف ته ځان ورساوه. په سر کې د وېکټو له لوېدو وروسته، لوبډلمشر حشمت شهیدي د پاڼۍ په منځ کې په ارامه توګه لوبه وکړه، پرته له دې چې د غیر ضروري خطرونو سره لوبډله مخ کړي او یا د هدف په پوره کولو کې پاتې راشي. هغه لوبه افغانستان په اتو ویکټو وګټله.

د عکس سرچینه، Getty Images
مونګا وايي: "اوس مهال د لوبډلې ښکلا دا ده چې تاسو نشئ کولی درې یا څلور ستوري ترې غوره کړئ ، دا داسې ټیم دی چې هرڅوک پکې ونډه اخلي. او دوی په حېرانونکې توګه نه دي بریالي شوي."
افغانستان په 34 ولایتونو کې زرګونه د کرېکټ کلبونه لري چې په مختلفو کچو استعدادونه غوره کوي، له ښوونځي څخه پیل د تر شل اوریزو لیګونو پورې.
کورنۍ لوبې د کابل، جلال اباد او خوست په پنځو لوبغالو او شاوخوا ۱۵ کوچنیو کرېکټ لوبغالو کې ترسره کېږي. تر ټولو مشهور کورني لیګ د شپیزه دی، په شپږیزه کې چې په کابل کې ترسره کېږي، ډېر مینه ورجلبوي.
ګڼ شمېر نور افغان لوبغاړي په پاکستان، بنګله دېش، شري لنکا، او کارابین کې د کوچنیو نړیوالو سیالیو ترڅنګ په نړیوالو شل اوریزو لیګونو کې لوبیږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییه ریس نصیب خان وايي، لوبډلې یې په خپل هېواد کې د کرېکټ له پرمختللو اسانتیاوو ډېره ګټه اخیستې ده.
ریس احمدزی زیاتوي، د کرېکټ کلبونو له لارې ډېر تازه، ځوان استعدادونه راځي. اوس مهال په افغان لوبډله کې د بېلابېلو تجربو او استعدادونو لوبغاړي شته، لکه ۱۸ کلن نور احمد چې په دې نړیوال جام کې تر ټولو ځوان لوبغاړی دی، د ۳۸ کلن ستوري محمد نبي ترڅنګ لوبېږي.
د ښاغلي احمدزي په وینا "موږ په جلاوطنۍ کې کرېکټ زده کړ، هغه مهال مو له هیلو پرته بل څه نه درلودل. خو اوسنی نسل د افغانستان محصول دی، چې موږ په افغانستان کې روزلی دی."

د عکس سرچینه، Getty Images
اوس مهال چې لوبغاړي په چټکۍ سره په کور دننه مشهور شوي، په سترو لوحو کې د دوی انځورونه لیدل کېږي. ځوانان د دوی لوبې په ذهن کې ساتي، خپل د ښاغلي احمدزي زوی په راتلونکې د راشد خان په څېر د توپ اچونې خوبونه ویني.
افغانستان اوسمهال د نړیوال جام سیالیو د نمرو په جدول کې شپږم ځای لري. بله لوبه یې د جمعې په ورځ له سویلي افریقا سره ده.
لوبډلمشر حشمت شهیدي ویلي: "زه پر خپلې لوبډلې ویاړم ... موږ به خپله ټوله هڅه وکړو چې د سویلي افریقا پروړاندې بریا ترلاسه کړو."
په ښکاره ډول، افغانستان د یوې بلې معجزې تمه لري، خو سویلي افریقا هم پوهېږي چې باید له افغان لوبډلې سره له احتیاطه کار واخلي او په دې هم پوهېږي، افغان لوبډلې تر دې دمه ثابته کړې چې نژدې هرڅه ممکن دي.










