کابل کې پاکستانی پلاوی پر امنیتي او د افغان کډوالو پر مسالو غږېدلی

اصف درانی او امیر خان متقي

د عکس سرچینه، @HafizZiaAhmad1

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر یې ملا امیر خان متقي کابل کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره پر امنیتي مسلو خبرې کړې دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ احمد ضیا تکل ویلي، له پاکستاني پلاوي سره په وروستیو کې د افغان کډوالو د نیول کېدو او د ډیورنډ پر کرښه د رامنځ ته شویو ستونزو په اړه هم خبرې شوې دي.

د ښاغلي دراني په مشرۍ دغه پلاوی پرون پنجشنبه کابل ته تللی دی.

دغه سفر داسې مهال شوی چې پاکستان کې د اورپکو د وروستیو بریدونو پر سر د تورونو پورې کولو له کبله د طالبانو او پاکستاني چارواکو اړيکي ښه نه دي.

پاکستان کې له تېرو دوو اونیو راهیسې د افغان کډوالو د نیولو بهیر په چټکۍ روان دی چې د فعالانو په وینا تر اوسه اته سوه افغان کډوال نیول شوي دي.

بل لوري ته په تورخم کې د طالبانو د حکومت او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د تورخم لار د یوې اونۍ لپاره تړلې وه.

حافظ احمد ضیا تکل په یوه ټویټ کې ویلي،‌ ددغه وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني سره په لیدنه کې پر امنیتي مسلو سربېره، پاکستان کې د افغان کډوالو پر نیولو او د تګ راتګ پر لارو د جوړو شویو خنډونو د لرې کولو په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي چې د بهرنیو چارو سرپرست پاکستاني پلاوي ته ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ‌ لویې عبوری لارې دې د سیاسي او امنیتي مسلو له کبله نه تړل کېږي او د ګډو کمېټو له لارې یې د امنیتي مسلو پر حل لارو ټینګار کړی دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

ښاغلي متقي زیاته کړې چې افغانستان او پاکستان د دوو اسلامي ګاونډیو هېوادونو په توګه د یو بل خلاف د بیانونو له ورکولو ډډه وکړي او دا باید ددې سبب نه شي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ واټن زیات شي.

امیر خان متقي ټینګار کړی چې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو په اړه د دوی د حکومت پالیسي د ښه نیت او اخلاص پر بنسټ ده او هېچا ته به اجازه نه ورکوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ‌ روابط خراب کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویناند په وینا دواړو چې د ستونزو د حل په موخه ژر تر ژره اقدامات وکړي چې په راتلونکې کې ددغه ډول پېښو د رامنځ ته کېدو مخه ونیول شي.

ځینو پاکستاني رسنیو ویلي چې کابل ته ددغه پلاوي سفر د سفر موخه د دواړو لوریو ترمنځ د وروستیو امنیتي اندېښنو راکمول دي.

کابل ته د اصف دراني په مشرۍ د پلاوي سفر وروسته تر هغه کېږي چې پاکستان له څو میاشتو راهیسې پرله پسې ادعا کړې چې وسله والې ډلې په هغه هېواد کې د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې ګټه اخلي.

په افغانستان کې د طالبانو له حاکمیت راهیسې پاکستاني څو وارې شکایت کړی چې د دوی د مخالفو وسله والو ډلو مشران په افغانستان کې پټ دي او له هماغه ځایه په پاکستان کې د بریدونو تابیاوې کوي.

دا ادعا د طالبانو حکومت څو ځله په کلکه رد کړې او له پاکستانه یې غوښتي چې د خپلو نیمګړتیاوو پړه پر افغانستان وانه چوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ یو بل پلاوي هم شاوخوا دوه میاشتې وړاندې کابل ته سفر کړی و او هلته یې د طالبانو حکومت له چارواکو سره خبرې کړې وې.

د پاکستان فدرالي دولت ته د عالي محکمې لارښوونه: "سند لرونکي بهرنیان مه نیسئ"

د پاکستان عالي محکمې ددغه هېواد فدرالي دولت ته لارښوونه کړې د هغو بهرنیو وګړو له نیولو دې ډډه وکړي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې سندونه لري.

په وروستیو کې پاکستاني پولیسو سلګونه افغانان نیولي چې وايي قانوني سندونه نه لري خو په دوی کې داسې افغان کډوال هم شته چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني سندونه هم لري.

څه باندې دوه کاله مخکې افغانستان کې د تېر جمهوریت له ړنګېدا وروسته لسګونه زره افغانان امریکا او اروپايي هېوادونو ته د تګ په نیت پاکستان ته تللي دی چې وخت – ناوخت د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلن او ځورونې شکایت کوي.