د پاکستان چارسمبالي لومړي وزیر له څرګندونو وروسته پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو نیول چټک کړي

پاکستاني پوليس

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, پاينده څرګند
    • دنده, بي بي سي

وروسته له دې چې د پاکستان چارسمبالي لومړي وزیر له دغه هېواده د ناقانونه کډوالو د اېستلو خبره وکړه، سلګونه افغانان د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي دي.

انوارالحق کاکړ له ځینو رسنیو سره په وروستیو مرکو کې په خورا جدیت ویلي، "هغه خلک چې دی یې ناقانونه بولي په پاکستان کې د اوسېدو اجازه نه لري. "

د یوې اوونۍ په ترڅ کې دا څووم ځل دی چې د پاکستان چارسمبالی لومړی وزیر د افغانانو په کډون په پاکستان کې پر کډوالو، له پاکستاني طالبانو سره پر مبارزې او له افغان چارواکو سره پر خړ پړ شویو اړیکو غږېږي. خو د کډوالو پر وېستلو یې له توندې وینا څخه وروسته، د رپوټونو له مخې په پاکستان کې سلګونه افغانان نیول شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ښاغلي کاکړ د نویو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو په کراچۍ ښار کې یې کونسل ویلي چې، افغانان ناحقه بندیان کېږي.

ښاغلي کاکړ په یوې خبرې ناستې کې هغه کډوال چې د ده په وینا په پاکستان کې د اوسېدو حق نه لري په څو ډلو ووېشل.

د هغه په وینا حکومت یې دا موضوع ډېره جدي اخیستي "مونږ ډېره ګټوره پالیسي برابره کړې، دلته درې ډوله کډوال دي یو دا چې راجستر دي او مونږ باید د نړیوالو قوانینو په رڼآ کې چلند ورسره وکړو، دویم هغه خلک چې دلته د اوسیدو هیڅ جواز نه لري او نه کوم قانوني اسناد لري، درېم هغه افغانان چې زمونږ په سیستم کې یې په غلا اسناد جوړ کړي."

د ده په وینا له دې وروسته چې پاکستان ته هر څوک راځي باید په قانوني اسنادو او ویزو وي.

بي بي سي ته رسېدلي معلومات ښيي چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې ګڼ افغانان نیول شوي دي. په تېره بیا په کاروباري سیمو کې، لکه د میوو او سبو په مارکېټ کې.

د یوه کډوال د سترګو لیدلی حال

پاکستان پوليس

د عکس سرچینه، Getty Images

په اسلام آباد کې د افغان کډوال یو استازی شاهین زاخېل د سترګو لیدلی حال وايي: "سهار ۹ بجې وې چې پولیسو په سبزي منډیي کې چپه واچوله، هغوی له ځان سره له ۲۰۰ تر ۲۵۰ افغانان یوړل چې له اکثرو سره یې مهاجر کارټونه هم وو."

هغه وايي "پولیسو په ګڼو نورو سیمو کې هم عملیات کړي او ګڼ کسان یې له ځانو سره وړي او ځينې یې له قضیايي پړاونو له تېرولو وروسته زندانونو ته وړي دي دي."

څه موده وړاندې د ډیورنډ پر کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر وسله والې نښتې وروسته د تورخم لار د نهو ورځو لپاره د خلکو او سوداګریزو مالونو پرمخ تړلې وه. له دې ترینګلتیا سره هممهاله د پاکستان چارسمبالي لومړي وزیر په یوه مرکه کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت نامشروع وباله.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یې په غبرګون کې له بي بي سي سره خبرو کې دی په خپل کار کې نوی وباله او ویې ویل چې ښاغلی کاکړ باید غیر ډیپلوماتیکي خبرې ونه کړي.

ښاغلي کاکړ له امریکا غږ اردو څانګې سره په خپلو نویو څرګندونو کې که څه هم په ښکاره د افغانستان نوم نه دی یاد کړی، خو ویلي یې دي چې که له هر ځایه د پاکستان خاورې ته ګواښ پېښ شي،‌ پرضد به یې ګامونه پورته کړي.‌

پاکستاني چارواکي بیا بیا ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي‌ پي‌ غړي په افغانستان کې خوندي ځایونه لري او له هغه ځایه د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته د پاکستان امنیتي‌ ځواکونو پرضد بریدونه کوي.‌ هغه ادعا چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تل "بې ځایه" بللې او ټینګار یې کړی چې پاکستاني چارواکي‌ دې "د خپل هېواد ستونزو ته په کور دننه حل لار پیدا کړي."

کاکړ

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د چارو څارونکو په وینا اوس په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو موخه پر افغان لوري فشار راوستل دي.

څو ورځې وړاندې د سند ایالت والي کامران ټیسوري ویلي وو چې یوازې هغه افغانان نیسي چې په جرمونو کې لاس لري، خو په کراچۍ کې د طالبانو حکومت کونسل عبدالجبار تخاري بیا ویلي چې اسناد لرونکي افغانان هم ځورول کېږي او نیول کېږي.

ښاغلي تخاري د ښځو، زړو خلکو او ناروغانو پر نیول کېدو سخته خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې په تېرو څو ورځو کې پاکستاني چارواکو ۷۸ افغان ماشومان هم نیولي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه وکیله 'منزه کاکړ' چې د نیول شویو افغانانو د خلاصون لپاره هلې ځلې کوي وايي، د سپټمبر له نهمې ڼېټې راهیسې د افغانانو د نیولو روانې لړۍ کې یوازې په کراچۍ کې له ۶۰۰ نه زیات کډوال نیول شوي دي او چارواکي یې د نیولو لپاره یې پلمې لټوي.

پاکستان له لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه و او د جهاد په موده کې افغان کډوالو هېڅ ډول اسنادو ته اړتیا نه درلوده. اوس چې د پاکستان اقتصاد هم خورا کړکېچن دی سیاسي شنونکي وايي که نړیواله ټولنه یو ځل بیا د افغان کډوالو لپاره له پاکستان سره اقتصادي مرسته وکړي ښايي په خپل چلند کې بدلون راولي.