انوار الحق کاکړ؛ که له هر ځایه د پاکستان خاورې ته ګواښ پېښ شي، "پرضد به یې ګام واخلو"

د عکس سرچینه، social media
د پاکستان چارسمبالی لومړی وزیر انوار الحق کاکړ وايي، هېواد به یې د اړتیا په صورت کې د دفاع لپاره ګامونه واخلي.
ښاغلي کاکړ دغه څرګندونې د امریکا غږ له اردو څانګې سره په مرکه کړې دي. که څه هم ښاغلي کاکړ په ښکاره د افغانستان نوم نه دی یاد کړی، خو وايي که له هر ځایه د پاکستان خاورې ته ګواښ پېښ شي، پرضد به یې ګامونه پورته کړي.
له نوموړي وپوښتل شول چې ایا داسې غوراوي په پام کې لري چې له مخې یې د افغانستان دننه د پاکستاني طالبانو پرضد پوځي بریدونه وکړي؟ هغه په ځواب کې وویل، "پاکستان د دفاع حق لري، هر کله که موږ احساس کړو چې زموږ د خاروي خوندیتابه لپاره ګامونو ته اړتیا شته، موږ به یې واخلو."
دا په نژدې یوه اوونۍ کې لږ تر لږه دویم ځل دی چې د پاکستان دغه لنډمهالی مشر په مرکو کې پر افغانستان خبرې کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړی وايي، "نه غواړم په ځانګړي ډول د هغو عملیاتي پرېکړو په اړه خبرې وکړم، چې پاکستان یې کولای شي. خو که د ګواښ له امله اړتیا پېښه شي، له وخت سره سم به پرېکړې وکړو."
پاکستاني چارواکي بیا بیا ادعا کوي چې د ټي ټي پي غړي په افغانستان کې خوندي ځایونه لري او له هغه ځایه د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته د پاکستان امنیتي ځواکونو پرضد بریدونه کوي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت تل دغه ډول ادعاوې "بې ځایه" بللې او ټینګار کوي چې پاکستان چارواکي دې "د خپل هېواد ستونزو ته په کور دننه حل لار پیدا کړي."
د پاکستان چارسبمالي لومړي وزیر په دغه مرکه کې د طالبانو پر حکومت یو ځل بیا غږ کړی چې د دوحې تړون دې پلی کړی. خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره میاشت له بي بي سي پښتو سره په مرکه کې ویلي و چې د دوحې تړون له امریکا سره شوی، او پاکستان سره "د ګاونډي هېواد" په څېر چلند غواړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دوه ورځې واړاندې، د پاکستان مخکېني دفاع وزیر خواجه محمد اصف هم ادعا کړې وه، "پاکستاني طالبان او افغان طالبان یو دي."
نوموړی چې په پاکستان کې د نوازشریف د مسلم لیګ ګوند مهم غړی دی، پر اېکس (ټوېټر) لیکلي و چې د افغانستان طالبان دې پاکستان طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې د پاکستان پرضد بریدونه وکړي.
وروسته له هغه چې پاکستاني طالبانو په چترال کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه وکړل، د دواړو هېوادونو د چارواکواکو ترمنځ د څرګندونو نانندرۍ ډېرې شوې دي.
داسې رپوټونه هم شته چې په کراچۍ، اسلام اباد، پېښور او ځینو نورو ځایونو کې سلګونه افغان کډوال نیول شوي دي. د پاکستان چارسبمالي لومړي وزیر هم څو ځلې په خپلو خبرو کې ویلي، هغه افغان کډوال به نیول کېږي چې په پاکستان کې له قانوني اسنادو پرته اوسېږي.











