ملګري ملتونه: "پاکستان دې سملاسي د افغانانو د نیولو بهیر ودروي"
پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو له دوام سره هم مهاله، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې پر پاکستان حکومت غږ کړی چې سملاسي د افغانانو د نیولو بهیر ودروي.
د پېښور ښار د پولیسو ویاند محمد علم ویلي، چې تېرو شپږو اونیو کې ۶۳۲ ناقانونه افغان کډوال چې قانوني سند یې نه درلود نیول شوي دي. نوموړي ویلي له دې ډلې سلګونه عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي.
تېره اونۍ د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انوار الحق کاکړ ویلي وو، حکومت یې پلان لري چې د ده په وینا ناقانونه خلک باید د پاکستان له خاورې ووځي.
په میانوالي کې د افغان کډوالو د پنډغالي یوه مشر ملک اختر بي بي سي ته وویل آن هغه کډوال هم له ستونزو سره مخامخ دي چې دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني سندونه لري.
"پاکستان کې نژدې څلور زره افغانان نیول شوي"

د عکس سرچینه، Getty Images
"پاکستان کې ثبت شوي او نا ثبت شوي افغانان نن سبا اسلام اباد، کراچۍ، پېښور، میانوالي او نورو سیمو کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. موږ د کډوالو چارو ادارې او د پاکستان حکومت سره خپله دا اندېښنه شریکه کړه هغه افغانان چې اسناد لري باید ونه ځورول شي او هغه چې اسناد نه لري، پنځه- شپږ میاشتې وخت دې ورکړل شي، ځکه چې افغانستان کې اوس یخني او ژمیرا روان دی".
له پېښور او شاوخوا سیمو وړاندې کراچۍ او اسلام آباد کې هم ګڼ شمېر افغان کډوال نیول شوي دي.
کراچۍ کې د افغان کډوالو یوه بل استازي عبدالله شاه بخاري بي بي سي ته وویل پولیسو زرګونه کسان نیولي دي.
"تقریبا ۱۲ ورځې کېږي چې دا نیونې شروع دي، دوی نژدې څلور زره کسان نیولي دي او دوولس سوه کسان په جیلونو کې دي او پولیسو روپۍ اخیستې دي او نور کسان یې خوشي کړي دي. خلک ډېر پرېشانه دي او هره ورځ دوه-درې سوه کډوال افغانستان ته ستنېږي. کراچۍ کې افغانان له لویې ستونزې سره مخامخ دي. کاروباریان خلک شپه ورځ په کورونو کې دي او کاروبار یې بند دی. ځینو ځایونو کې مې اورېدلي چې ان د افغانانو پر کورونو یې هم چاپه وهلې ده".
"د پاکستاني پولیسو چلن له ټولو نړیوالو اصولو خلاف دی"

د عکس سرچینه، Getty Images
له بلې خوا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي ار پر پاکستان حکومت غږ کړی چې سملاسي د افغانانو د نیولو بهیر ودروي.
اسلام آباد کې د دې ادارې ویاند قیصر افریدي بي بي سي سره خبرو کې له افغان کډوالو سره د پولیسو د چلن په اړه د یو این ایچ سي آر اندېښنه په ډاګه کړه.
په جنیوا کې د بشري حقونو فعال او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی فضل الرحمن افریدی وایي له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو چلن له ټولو نړیوالو اصولو خلاف دی.
دی وايي پښتون ژغورنې غورځنګ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمشنر او نورو اړونده اداره د پولیسو او ځايي ادارو له دې چلن شکایت کړی:
"پاکستان د افغان کډولو خلاف یو غیر انساني او غیر قانوني ګام اخیستی دی. پښتون ژغورنې غورځنګ په ځینو ښارونو کې له وکیلانو سره خبرې کړې دي چې د افغان کډوالو دا قضیې راپورته کړي. په نړیواله کچه مو هم دا مسله راپورته کړې او د سپتمبر پر ۲۵مه به جنیوا کې هم له ملګرو ملتونو سره دا مسله راپورته کوو. د بشر حقونو مشرتابه ته موږ هم یو لیک استولی او ورته ویلي مو دي د کډوالو خلاف چې کوم ګام اخیستل شوی ګڼې ښځې او ماشومان هم پکې نیول شوي دي."
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلومات له مخې پاکستان کې درې اعشاریه اووه ملیونه افغان میشت دی.
فعالان وايي د افغان کډوالو پر ضد د پولیسو عملیاتو وروسته له هغه لا پراخ او چټک شول چې څو ورځې وړاندې په چترال کې پاکستاني طالبانو د پوځ په یوه مرکز برید وکړ.
پاکستان ادعا کوی دا بریدونه له افغانستانه تنظیمیږي خو افغانستان کې د طالبانو حکومت یې دا ادعا ردوي.












