د تورخم لارې بندېدو د سوداګرو او مسافرو پر ژوند څومر اغېز کړی؟
له څه د پاسه يوې اوونۍ بندېدو وروسته تورخم دروازه د تلوراتلو پر مخ پرانيستل شوه. پر ډېورنډ کرښه پښتونخوا اړخ ته، د خيبر مرستيال کمېشنر ارشد مومند ويلي، په توکو او مېووو بار لارۍ او مسافر نن سهار له دروازې واوښتل.
تورخم کې يوه امنيتي چارواکي ويلي د دواړو غاړو ترمنځ خبرو کې هغه مسئله حل شوې چې له امله یې نښته شوې وه.
دا لار د سپتمبر پر ۶ مه له يوې نښتې وروسته وتړل شوه، چې طالبانو او پاکستانيو ځواکونو يې يو بل ته د پيلولو پړې ګوته نيوله.
تورخم د افغانستان او پښتونخوا ترمنځ د سوداګرۍ او تلوراتلو تر ټولو بوخته لار بلل کېږي، او تړلو سره يې دواړو خواوو ته ګڼ شمېر خلک او بار لېږدوونکي ګاډي لارپرانيستې ته په انتظار ولاړ وو.
رحمان الله ځينو سوداګرو سره خبرې کړې او دار راپور يې راستولی دی.