د ټرمپ او ممداني لیدنه کې پر څه هوکړه شوې؟‌

ټرمپ او ممداني په سپینه ماڼۍ کې له (عالي کتنې) وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټرمپ او ممداني په سپینه ماڼۍ کې له (عالي کتنې) وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د نیویارک له ټاکل شوي ښاروال زهران ممداني سره وکتل. دا د دواړو ترمنځ لومړنۍ مخامخ لیدنه وه چې وړانندې یې یو پر بل سخت لفظي بریدونه کړي وو.

ښاغلي ټرمپ، په داسې حال کې چې ښاغلی ممداني یې څنګه ته ولاړ و، سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "موږ اوس هم یوه عالي غونډه درلوده" او زیاته یې کړه: "موږ له دې ښار (نیویارک) سره مینه لرو."

ښاغلي ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ممداني په مدیریت کې به نیویارک کې ارامي احساس کړي،‌ وویل: "هو، په ځانګړې توګه له دې لیدنې وروسته."

هغه زیاته کړه که څه هم په ځینو موضوعاتو کې له ښاغلي ممداني سره اختلافات لري، خو په ډېرو مسایلو کې له هغه سره ورته نظر لري.

ښاغلي ممداني تېره میاشت په نیویارک کې د "د ټرمپ ضد" ژمنې سره د امریکا د لوی ښار نیویارک د ښاروالۍ ټاکنو کې پرېکنده بریا ترلاسه کړه.

د امریکا ولسمشر، چې پخپله هم د نیویارک دی، ښاغلي ممداني "کمونست لېوني" بللی و، خو له هغه وروسته یې له جوړجاړي ډک چلن اختیار کړ او د جمعې په ورځ (نومبر ۲۱) یې ښاغلي ممداني ته د بریا مبارکي وویله او ویې ویل:

"ممداني به د نیویارک لپاره لوی ښاروال وي."

ټرمپ او ممداني سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پرمهال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلي ممداني له ټرمپ سره کتنه کې وویل چې دواړه له نیویارک ښار سره "ګډه مینه" لري.

ښاغلي ممداني هم له ولسمشر سره د لیدنې مننه وکړه او وویل چې دوی دواړه له نیویارک ښار سره "ګډه مینه" لري.

هغه وايي چې له ښاغلي ټرمپ سره د همکارۍ هیله لري چې په دې ښار کې د کورونو ارزانه کول عملي کړي.

د نیویارک ښاروال وویل، له ښاغلي ټرمپ سره یې د کډوالۍ فدرالي قوانینو د پلي کولو او د ښاریانو د اندېښنو په اړه خبرې وکړې، چې دا عملیات څنګه ترسره کېږي.

د نیویارک کډوال او ځايي ټولنې اندېښمنې دي چې د کډوالۍ فدرالي عملیات ممکن د ورځني ژوند ګډوډي یا د بې‌ګناه کسانو په نیول کېدا تمام شي.

خو ښاغلي ټرمپ خبریالانو ته وویل، دوی د جرم او جنایت په اړه ډېر خبرې کړې، نه د کډوالۍ په اړه.

د امریکا ولسمشر وویل، دواړه غواړي د جرم او جنایت مخه ونیسي، خو زیاته یې کړه: "هېڅ شک نه لري چې په دې برخه کې به دوی له یو بل سره موافقې ته ورسېږي."

په ورته وخت کې، ښاغلي ټرمپ وویل چې ښاغلی ممداني سخت کار کوي او لاره ډېره اوږده ده.

هغه ښاغلي ممداني ته وویل: "زه ستا دفاع کوم."

د خبرو په پای کې، د خبري کنفرانس تر پای مخکې، ولسمشر بیا څرګنده کړه چې ښاغلي ممداني به د نیویارک لپاره ښه ښاروال وي؛ هغه ښار چې د ولسمشر د زوکړې ځای هم دی.

ښاغلي ټرمپ وویل: "که هغه پاموړ لاسته راوړنې ولري، نو زه به ډېر خوښ شم" او ښاغلي ممداني یې "منطقي شخص" وباله.